ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې درېیو ماشومانو ته مرګ ژوبله واوښته

18 Jun 2020 - 21:00
18 Jun 2020 - 21:00

 خوست ښار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): د خوست امنيتي چارواکي وايي، له بګرام زندانه د را خوشي طالب بندي لپاره د خوښۍ په ډزو کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

 ځایي سرچینې وایي چې دغه پېښه نن غرمه ۱۲ بجې او ۴۰ دقیقې د‌ خوست ولايت اسماعیل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند د‌ برخنخېلو په کلي کې رامنځته شوه.

 د‌ خوست د امنيې قوماندانۍ وياند عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د‌ کلي خلکو د بګرام له زندانه د‌ يو را خوشي شوي طالب بندي په خوښۍ کې هوايي ډزې کولې.

هغه وایي چې له دغو کسانو د یو تن د ټوپک شپېلې مخکې خواته ټیټه شوه، یو تن یې وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د‌ حيدر په وينا، ياد کس له‌ سیمې تښتيدلی، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.

 د نورالله په نوم د سيمې يو اوسيدونکي پژواک ته وويل چې په دغه پېښه کې يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

 د هغه په وينا، دغه ماشومان د پنځو او لسو کلونو تر منځ عمرونه لري.

هغه وویل چې وروسته د سیمې قومي مشرانو د قومي پریکړې له مخې قاتل بخښلی دی

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version