ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه: فساد لا هم د افغانستان د سولې پر وړاندې ستر خنډ دی

18 Jun 2020 - 11:23
18 Jun 2020 - 11:23

کابل (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۹): ملګرو ملتونو د فساد په تړاو په خپل کلني راپور کې ویلي چې د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت پخوانۍ هڅې لا هم د ډېرو افغانانو پر ژوند مثبت اغېز نه دی کړی او همدغه فساد لا هم په افغانستان کې د اوږودمهاله سولې او سوکالۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ پاتې دی.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د فساد په اړه د ملګرو ملتونو په نوي کلني هغه راپور کې شوې چې نن په کابل کې د ملګرو ملتونو د یوناما دفتر له خوا خپور شو.

دغه راپور ښیي چې په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې دوامداره او اغېزناکې هڅې د هېواد د راتلونکي لپاره خورا مهمې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبرا لاینز ویلي: ((په ځانګړې توګه د سولې او پرمختګ شاوخوا ننګونو او فرصتونو ته په کتو سره، د فساد پر وړاندې هڅې او د روڼتیا اصلاحات باید د افغانستان د مشرتابه لپاره مهم لومړیتوبونه وي.))

نوموړې زیاته کړه: ((د کوویډ- ۱۹بحران ته رسېدنه او د یوه سوکاله، هوسا او سالم افغانستان رامنځته کول روڼتیا او حساب ورکونې ته اړتیا لري چې د هر ملت د راتلونکي لپاره بنسټیز اساسات جوړوي.))

"د اداري فساد پر وړاندې د افغانستان مبارزه: د سولې او سوکالۍ لپاره اړینه ده"‘ تر سرلیک لاندې د یوناما څلورم کلنی راپور د افغانستان د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اصلاحاتو د پرمختګونو ارزونه کوي او همدارنګه شننې او سپارښتنې وړاندې کوي څو د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان د ادارو ملاتړ وشي او د افغانانو ژوند ته ښه والی ور وبښي چې هره ورځ له دې ستونزې سره لاس ګرېوان دي.

په دغه راپور کې راغلي چې د فساد پر وړاندې اصلاحات په ۲۰۱۹ کال کې څرنګه ټکني شوي او همدارنګه د تېرو کلونو په پرتله ډېر لږ قانون جوړونه او ستراتیژیک نوښتونه ترسره شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور په ګوته کوي چې له اداري فساد سره مبارزه، د افغانستان د ۲۰۱۷ کال ستراتیژي چې د لنډمهالې پالیسۍ سند و، څرنګه او له کوم بدیل پرته پای ته ورسېد.

سربېره پر دې، راپور یادونه کوي، هغه اداري تشې چې په دواړو، ستراتیژۍ او پلې کېدو کې د ځنډېدلي پرمختګ له امله پاتې وې، د اداري فساد پر وړاندې د خپلواک کمېسیون په رامنځته کولو چې تمه یې کېده، ډکې نه شوې.

راپور افغان حکومت ته یو شمیر سپارښتنې کړې، پر دې باندې پوهېدل چې د اداري فساد پر وړاندې پخوانۍ هڅو لا هم د ډېرو افغانانو پر ژوند مثبته اغېزه نه ده کړې او دې پایلې ته رسېدلي چې د ډېرو قانوني او پالیسوي اصلاحاتو سربېره چې ترسره شوي، د افغانستان د اوږدمهاله سولې او سوکالۍ پر وړاندې فساد لا هم یو تر ټولو لوی خنډ پاتې دی.

راپور همدارنګه د یو لړ پام وړ پرمختګ ټکي تاییدوي، لکه د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز چې خپلې وړتیاوې یې د لوړې کچې اداري فساد د قضیو په برخه کې پورته کړې دي.

د یوناما مشرې لاینز وایي: "له فساد سره د مبارزې لپاره په ټولو برخو کې نور پرمختګونه مهم دي، په داسې حال کې چې نړیواله ټولنه له سترو اقتصادي ننګونو سره مخ ده، نو له کبله یې افغانستان ته پام کمېږي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version