ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې ١٤ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

18 Jun 2020 - 11:28
18 Jun 2020 - 11:28

پلخمري (پژواک، ٢٩ غبرګولی ٩٩): د بغلان په مرکز پلخمري کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ جګړه کې اووه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت يوې حکومتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط د غبرګولي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د مرکز پلخمري اړوند د سرخ کوتل په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وويل چې په دې جګړه کې اووه سيمه ييز پوليس وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو د سيمه ييزو پوليسو قوماندان جمعه خان مبارز هم شامل دى.

خو د قوماندان مبارز يوه نږدې خپلوان غلام عباس پژواک ته وويل چې په دې جګړه کې د قوماندان په ګډون اووه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د بغلان د عامې روغتيا رياست مرستيال، ډاکتر عبدالحليم غفاري پژواک ته وويل چې د پېښې له ځايه روغتون ته پنځه جسدونه او پنځه ټپيان ور وړل شوي چې ټول سيمه ييز پوليس دي.

همدارنګه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت هم پېښه تاييدوي خو وايي چې د قوماندان مبارز موټر د سړک د غاړې پر ماين ور برابر شوى دى.

دى زياتوي چې په دې پېښه کې قوماندان مبارز وژل شوى او ملګرو ته يې هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، څه موده وړاندې هم د بغلان په خواجه الوان سيمه کې طالبانو پر يوه امنيتي بيز بريد وکړ چې په ترڅ کې يې ١٣ پوليس ووژل شول.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version