ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ملي اردو دوه افسران وژل شوي دي

20 Jun 2020 - 12:16
20 Jun 2020 - 12:16

لښکرګاه (پژواک، ٣١ غبرګولى ٩٩): د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د دوو لوړپوړو افسرانو په ګډون د ملي اردو پنځه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

 د هلمند د والي وياند عمر ځواک د غبرګولي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د هلمند-کندهار پر لويه لار د ګرشک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو او حکومتي سرتېرو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې د ملي اردو پنځه منسوبين وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو يوې بلې حکومتي سرچينې پژواک ته وويل چې په دغه جګړه کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د سرحدي لوا رييس ارکان ډګرمن محمد ظاهر تورباى او د همدې لوا د درېيم کنډک رييس ارکان محمد جان خپلواک ترڅنګ درې سرتېري هم وژل شوي دي.

ده زياته کړه چې په دغه جګړه کې د ملي اردو يو سرتېرى ټپي شوى او يو بل تر اوسه لادرکه دى.

هغه وايي: ((د ملي اردو سرتېرو غوښتل په دغه سيمه کې د طالبانو هغې ډلې ته کمين ونيسي چې په لارو کې يې ماينونه خښول، خو د طالبانو کمين پرې مخکې شوى دى.))

په لښکرګاه کې د ايمريجنسي روغتون روغتیايي کارکوونکي وايي چې له دې پېښې دوی ته څلور ټپيان ور وړل شوي دي.

دغه راز د هلمند والي محمد ياسين خان هم وايي چې تېره شپه له طالبانو سره په جګړه کې د دوو لوړپوړو افسرانو په ګډون د ملي اردو درې تنه وژل شوي دي.

والي وايي چې په ياده جګړه کې څلور طالبان هم وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د هلمند د تېرې شپې په جګړه کې لس حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د حکومتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ جګړو زور اخيستى او هره ورځ دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version