ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا او بغلان کې حکومتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

21 Jun 2020 - 16:55
21 Jun 2020 - 16:55

ښرنه-پلخمري (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٩): حکومتي مسوولين وايي چې په پکتيکا او بغلان ولايتونو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١٥ طالبان او درې حکومتي سرتېري وژل شوي دي.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين د چنګاښ په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه په مټاخان او جاني خېلو ولسواليو کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې شوې دي.

هغه وايي چې په دغو جګړو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شويو کسانو کې د طالبانو د چريکي بريدونو مسوول طيب اغا هم شامل دى.

آرين دا هم وويل چې د دغو بريدونو پرمهال يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

په ورته وخت کې د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عمر پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، بغلان کې هم طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ وياند احمد جاويد بشارت پژواک ته وويل چې تېره شپه په نهرين ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دغه جګړه کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.

نوموړى زياتوي چې په دغه جګړه کې دوه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version