ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د دایکنډي په محکمو کې د ښځې قاضي نه شتون کې پرېکړې د سړیو په ګټه کېږي”

22 Jun 2020 - 11:22
22 Jun 2020 - 11:22

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): دایکنډي کې ښځې فعالانې وايي، د دغه ولایت ښځې د ښځو قاضیانو د نه شتون له امله خپلې د تاوتریخوالي پېښې له عدلي او قضايي ارګانونو سره نه شریکوي؛ ځکه نارینه قاضیان ډېری قضیې د سړیو په ګټه فیصله کوي.

په دایکنډی کې یوه فعاله لیلا حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل: ((په داسې حال کې چې د دغه ولایت له جوړېدو ۱۸ کاله تېرېږي، خو اوس هم ښايي د دایکندي په محکمو کې ښځې قاضيانې نه لرو.))

نوموړې وايي چې د دایکنډي د محاکمو په تشکیل کې شپږو ښځو قاضیانو ته ځای شته خو اوس هیڅ یوه هم نه ده حاضره دایکنډي ته راشي او دنده ترسره کړي، دوی د کابل په محکمو کې په خدمتي توګه دندې ترسره کوي.

هغې وویل چې حکومت باید پر یادو شپږو ښځو فشار راوړي څو دایکنډي ته راشي او کار وکړي، پرته له هغه باید له دندې لرې شی او پر ځای یې نورې ښځې وګومارل شي.

دغه راز یوه بله فعاله رقیه راسخ وايي: ((دایکنډی کې د ښځو د فعالیت لپاره مناسبه زمینه برابره ده خو تر اوسه یې په ادارو ګې په ځانکړي ډول محمکه کې یوه ښځه کارکوونکې هم نشته، موږ له دې اړخه ځورېږو.))

هغې وویل چې د ښځو قاضیانو د نه شتون له امله ښځې د خپلو قضیو د حل لپاره ډېرې کمې عدلي او قضايي ارګانونو ته ځي، ځکه هغوی نه غواړي د دوی قضیې یو نارینه قاضي فیصله کړي؛ ځکه فکر کوي چې سړي د سړیو په ګټه پرېکړې کوي.

په دایکندي کې یوه بله فعاله فهیمه فرازمند وايي: ((دایکنډي کې ډېرې ښځې شته چې تاوتریخوالی ورسره کېږي او په حق کې یې بې عدالتي روانه ده خو که ورته وویل شي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه وکړئ، نه حاضرېږي، ان که قرباني هم شي شکایت نه درجوي، یوازېنی دلیل یې په محاکمو کې د ښځو قاضیانو نشتوالی دی او هغوی پر نارینه قاضیانو باور نه لري.))

هغې په دوام زیاته کړه: ((سره له دې چې په دغه ولایت کې له شرعیاتو او حقوقو ډېرې نجونې فارغې شوې دي خو د دایکنډي په محاکمو کې یوه ښځه هم نشته.))

دغه مدني فعاله ادعا کوي، له همدې امله له هغو ښځو سره چې تاوتریخوالی کېږي ډېرې لږې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه کوي او هغه کسان چې د خپلو ستونزو د حل لپاره محکمو ته ورځي، نارینه قاضیان یې دوسیو ته رسېدنه نه کوي او پرېکړې په سړیو په ګټه ترسره کوي.

ګلچهرې، هغه چې د کورنۍ او مېړه له خوا ورسره تاوتریخوالی کېږي او څو ځلې د خاوند له کوره شړل شوې ده، پژواک ته وویل: ((له دې امله چې په محکمه کې ښځه قاضي نشته او قضیه مې د یوه نارینه قاضي له خوا فیصله کېږي، د دې لپاره مې د خپلې کورنۍ او خاوند پر وړاندې هیڅ شکایت نه دی ثبت کړی؛ ځکه نارینه همېشه پرېکړې د نارینه وو په ګټه کوي.))

هغه وايي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځو شتون مهم دی او باید دولت دې برخې ته پام وکړي.

د دغه ولایت د میرامور ولسوالۍ یوه ۴۶ کلنه ښځه زرفشان وايي چې د ځمکې د غصب ستونزه لري خو نه شي کولی قضیه درج کړي؛ ځکه اورېدلي یې دي چې به محاکمو ډېری پرېکړې د سړیو په ګټه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version