ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځیني وکیلان: دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته د باور رایه نه ورکوو

22 Jun 2020 - 17:36
22 Jun 2020 - 17:36

کابل (پژواک، ۲ چنګاښ ۹۹): د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي او هر نوماند وزیر چې د دې جرګې د باور رایه ترلاسه نه کړي، حق نه لري چې د سرپرست په توګه په هغه وزارت کې کار وکړي.   

محمد اشرف غني د تېر کال د کب په نولسمه د دویم ځل لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل او ویلي یې وو چې ژر به د کابینې غړي د باور رایې ترلاسه کولو لپاره ولسي جرګې ته ور وپېژني؛ خو تر اوسه یې دغه کار نه دی کړی او ډېر شمېر وزارتونه تر اوسه د سرپرستانو له خوا اداره کېږي.   

ولسمشر په وروستیو کې د ولسي جرګې له اداري پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د باور رایې ترلاسه کولو لپاره به ژر د کابیني غړي ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.   

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې د دې جرګې یو شمېر غړو د نوماند وزیرانو د معرفي کولو پر ځنډ نیوکې وکړې او ویې ویل، هغه نوماند وزیران چې دوه تابعیته ولري، د باور رایه نه ورکوي، خو هغه نوماندان چې دوه تابعیتونه لري په ډاګه نه شول.   

په دې جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې نیلوفر ابراهیمي وویل: ((د وزیرانو په ټاکنه کې باید قوم، طرف او ګوند موجود نه وي او هغه کسان چې تخصص او تجربه لري، باید معرفي شي((.   

هغې زیاته کړه: ((دا ځل وکیلان دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته رایه نه ورکوي او دا د ډېری وکیلانو پرېکړه ده، دوه تابعیته وو ته رایه ورکول د هېواد د ځوانانو او تحصیل کړو کسانو په حق کې جفا ده((.

 په یاده جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ضیا‌ء الدین ضیاء هم ورته نظر درلو او وویل: ((دوه پاسپورته نوماند وزیران د ملت او دولت په ګټه نه دي، باید هغه ځوانانو ته چې له ډېرو ستونزو سره یې زده کړې کړې، فرصت ورکړل شي((.   

په دې جرګه کې د بلخ د خلکو استازي ظاهر مسرور وویل چې د جرګې ډېری غړې دې پرېکړې ته رسېدلي چې دوه تابعیته نوماند وزیرانو ته به رایه نه ورکوي.   

هغه دغه راز هغه وویل چې باید له حکومته وغوښتل شي څو هغه نوماند وزیران چې د باور رایه نه شي ترلاسه کولای، باید د وزیر په توګه وزارت ته د ورتګ حق ونه لري.   

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي خان اغا رضایي هم وویل: (( له اصولو سره سم، نوماند وزایران باید اول د باور رایه واخلي او وروسته خپل کار پیل کړي، اوس مهال نوماند وزیران د سرپرست په توګه خپل کارونه پیل کړي دي او د وزارت د امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې غواړي د باور رایه ترلاسه کړي((.  

خان اغا رضایي زیاته کړه: ((که کوم وزیر چې د مجلس د باور رایه نه شي ترلاسه کولای، باید اجازه ورنه کړل شي چې نور د سرپرست وزیر په توګه کار ته دوام ورکړي.))

  د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم ورته نظرونه درلودل. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل چې ولسي جرګه دا ځل نوماند وزیرانو ته په پټو سترګو رایه نه ورکوي او د هغوی تخصص، مسلک او تجربه به په نظر کی نیسي.   

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version