ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د ترافيکي پېښې له امله څلور کسان مړه او پنځه ټپيان دي

23 Jun 2020 - 19:03
23 Jun 2020 - 19:03

ګردېز (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۹): د ګردېز اړوند په تېرې سيمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله د يوې ښځې او ماشوم په ګډون څلور کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د پکتيا د ترافيکو مدير څارمن شفيق الله ننګيالی وايي د تېرې په کفترخانو سيمه کې لومړی يو کرولا موټر له ډمپر سره او وروسته دوه نور موټر له کرولا سره ټکر شوي دي.

ننګيالي پژواک ته وويل چې درې کسان په لومړي ټکر مړه شوي او يوه ماشوم هغه مهال ژوند له لاسه ورکړی چې درېيم موټر د ټکر د مخنيوي په هڅه کې له عمومي سړکه خوړ ته غورځېدلی دی.

نوموړي زياته کړه: ((د پېښې علت د ډرېورانو بې احتياطي وه؛ ځکه په ګولايي کې يې اصولي سرعت نه و مراعت کړی.))

د پکتيا حوزوي روغتون هم وايي چې دوی ته د پېښې له ځايه درې مړي او شپږ ټپيان ور وړل شوي وو چې وروسته ماشوم هم د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د ياد روغتون د جراحۍ برخې نوکريوال، ډاکټر کاتب پژواک ته وويل: ((په دې پېښه کې يو اتلس مياشتنی ماشوم، يوه مېرمن، د مېرمن ورور او ډرېور مړه شوي او پنځه نفره زخميان دي.))

همدارنګه د ګردېز په باغکها سيمه کې په يوه بله ترافيکي پېښه کې هم دوه کسان ټپيان شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې له هغو هېوادونو دی چې د ترافيکي پېښو له امله په کې زياته مرګ ژوبله رامنځته کېږي.

د دې مرګ ژوبلې لوی لاملونه د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو بې احتياطي ښودل شوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version