ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د پېښور پولیسو یو ځوان افغان وهلی، بربنډ کړی او بیا یې ویډیو ترې اخیستې”

24 Jun 2020 - 18:54
24 Jun 2020 - 18:54

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۹۹) : د خیبر پښتونخوا ایالت په پېښور ښار یوتن چې ویل کیږي د افغانستان اصلي اوسېدونکی دی، پولیسو تر وهلو ډبولو وروسته بربنډ کړی، ویډیو یې ترې اخیستې او په ټولنیزو شبکو کې یې خپره کړې ده.

د امریکا غږ ډیوې راډیو د راپور له مخې، دغه ځوان عامر نومیږي او د پېښور ښار تاکال سیمې کې اوسیږي.

په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د تاکال د پولیسو د پوستې له خوا نوموړی ځوان په دې جرم چې ګوندې پولیسو ته یې بد رد ویلي، نیول کیږي، بیا یې وهي ډبوي او د بدن ځینې برخې یې بربنډوي.

په ټولنیزو رسنیو کې ددې ویډیو تر خپرېدو وروسته د پښتونخوا پر  پولیسو نیوکې ډېرې شوې چې په غبرګون کې یې د پېښور د پولیسو مشر د تاکال د پولیسو تاڼې د پولیسو درې مسوولین له دندې لرې کړل.

بلخوا د تاکال پر پولیسو چې کومه رسمي دولتي عریضه شوې، په هغې کې لیکل شوي چې د تاکال سیمې اوسېدونکی عامر چې د پولیسو له خوا ورسره زور زیاتی شوی، هغه د افغانستان اوسېدونکی دی.

بلخوا پر دې پېښې بېلا بېلو خلکو کلک غبرګونونه ښودلي دي، د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په ټویټر کې ددې پېښې غندنه کړې او د پولیسو کړنه یې د انسانیت پر مخ تور داغ ګڼلې ده.

دپېښور د پولیسو مشر یا ایس ایس پي‌ظهور اپریدي ویلي چې د تاکال تاڼې ایس ایچ او شهریار دندې یې ځنډولي دي، دوه پولیس یې نیولي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version