ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د نوې کابينې اعلان کې ځنډ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي”

25 Jun 2020 - 12:27
25 Jun 2020 - 12:27

کابل: (پژواک، ٥ چنګاښ ٩٩): يو شمېر سياسي شنونکي او خلک وايي چې د نوي کابينې نه اعلانول پر حکومتولۍ منفې اغېزې کړې او په اقتصادي، ټولنيز او کاري برخو کې يې ستونزې را ولاړې کړې دي.

شاوخوا يوه مياشت وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سياسي هوکړه لاسليک شوه خو دواړو لورو د کابينې ټول غړي تر اوسه نه دي معرفي کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د کابل پوهنتون د سياسي علومو او حقوقو پوهنځې استازې شهلا فريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نوې کابينې د نه اعلانولو له امله د حکومت يو شمېر کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

هغې زياته کړه: ((سره له دې چې دغه کار پر حکومتولۍ بدې اغېزې کړې، خلک يې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي؛ ځکه کله چې خلک د خپلو کارونو لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوي، سم مديريت نشته دى او کار يې هم پر وخت نه ترسره کېږي.))

دې نيوکه وکړه چې ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله تر اوسه پر دې نه دي توانېدلي چې پاک نفسه، د کار وړ او ژمن کسان د کابينې د غړو په توګه معرفي کړي او زياتوي: ((هيله منه يم داسې کسان معرفي کړي چې له فساده پاک وي او پر دغه هېواد يې زړه ودردېږي.))

استاد شهلا فريد بيا هم نيوکه کوي او وايي: ((زه د ولسمشر له دغه ډول انتخاب سره موافقه نه يمه، که يو کس د وزير په توګه له ولسي جرګې څخه رايه وانه خلي، نو بيا يې د پنځو کلونو لپاره په هماغه اداره کې د سرپرست په توګه ګوماري.))

بل لورته خلک هم وايي چې د کابينې په اعلان کې ځنډ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د کابل ښار يوه اوسېدونکي زلمي پژواک ته وويل چې د کابينې په اعلان کې ځنډ په هېواد کې د بېکارۍ ستر لامل شوى دى.

ده زياته کړه: ((اوس چې کله کوم وزارت ته د کار لپاره ورشې، اول خو مسوول کس نه وي، که چېرې وي هم نو بيا کار دې نه کوي او وايي چې پنځه ورځې وروسته راشه.))

ده د حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر کابينه اعلان کړي څو خلک له دغه ډول نا معلوم برخليک څخه خلاصى ومومي.

يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د اړوندې موضوع په اړه د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال پژواک ته وويل چې د کابينې پر لېست جدي کار روان دى او ډېر ژر به یې غړي د باور رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفي شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version