کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹): طالبان وایي، نن یې د حکومت شل تنه بندیان په هلمند ولایت کې خوشي کړي دي.
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټوېترپاڼه لیکلي چې په دغو شلو کسانو کې د ملي اردو او پولیسو منسوبین شامل دي.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې دغه کسان تر کمک ورکولو وروسته خپلو کورونو ته ولاړل.
تېر کال د کب په میاشت کې قطر کې د طالبانو او امریکا متحده ایالتونو د استازو تر منځ د سولې هوکړه وشوه.
ټاکل شوې د دغې هوکړې له مخې، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان زر تنه د دولت بندیان خوشي کړي او ورسره د سولې بین الافغانی خبرې هم پیل شي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان حکومت تر اوسه د طالبانو شاوخوا ۳۱۰۰ بندیان خوشې کړي او طالبانو هم له نننیو شلو کسانو سره شاوخوا ۵۷۰ بندیان خوشې کړي او دا لړۍ روانه ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن