کابل (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۹) : ولسمشر د میک کمېټې د راپور دهرکلي ترڅنګ د لوی څارنوالۍ ادارې ته دنده وسپارله چې په اداري فساد کې ښکېل کسان وپېژني او تر عدلي او قضایي څار لاندې دې ونیسي.
له ارګ څخه د چنګاښ په ۵ مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د مالیې وزارت په عوایدو او ګمرکونو او همدا راز په ملي تدارکاتو کې د اداري فساد د اسیب پذیرۍ د ارزونې په اړه د میک کمېټې پر راپور او موندنو بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د میک کمېټې د دارالانشا رئیس، د مالیې وزارت په عوایدو او ګمرکونو کې د اداري فساد د اسیب پذیریو د ارزونې په اړه د میک کمېټې د موندنو راپور وړاندې کړ.
هغه وویل، میک کمېټې دڅېړنې روش په اړه راپور او معلومات وړاندې کړي او مالیې وزارت ته د اداري فساد د مخنیوي په موخه ۴۱ مورده موندنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي چې په پلي کولو سره به یې د عوایدو او ګمرکونو برخې عمده ستونزې حل شي.
ده ز یاته کړه، د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډې له هراړخیزو بحثونو وروسته مالیې وزارت، میک کمېټې او اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې د میک کمېټې د موندنو مجموعې ته د زماني ضرب الاجل په پام کې نیولو سره د عمل پلان ترتیب او په عوایدو او ګمرکونو کې دې پراخ اصلاحات عملي او په هرو ۱۵ ورځو کې دې د دولت د عوایدو راپور میک کمېټې سره شریک شي.
ولسمشر د میک کمېټې د راپور هرکلی وکړ او وې ویل چې دغه سپارښتنې دې عملي شي، همدا راز یې د لوی څارنوالۍ ادارې ته دنده وسپارله چې په اداري فساد کې ښکېل کسان وپېژني او تر عدلي او قضایي څار لاندې دې ونیسي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا همدارنګه لاندې تصمیمونه ونیول:
· په حقوقي چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ستر مشاوریت موظف دی چې د میک کمېټې ټول وړاندیزونه او د هغو وزارتونو ژمنې چې د دې کمېټې په راپورونو او سپارښتنو کې شاملېږي وارزوي او وڅاري او په ربع وار ډول د قانون د حاکمیت او حکومتولۍ عالي شورا غونډو ته د هغو راپور وړاندې کړي.
· د مالیې وزارت د ملکي خدمتونو د هیڅ بست کارکوونکي د سیالۍ له اعلان پرته نشي تعینېدای، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له مالیې وزارت سره په همکارۍ موظف دی چې د عوایدو او ګمرکونو معینیت تشکیلات وارزوي.
· د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون موظف دی چې د مالیې وزارت په برخو په ځانګړي ډول په عوایدو او ګمرکونو معینیت کې مسلکي مدیران استخدام کړي او هغه کسان چې د وزارتونو د عوایدو او تدارکاتو د تفتیش په برخه کې کار کوي، باید بین المللي سرټیفیکیټ ولري.
د غونډې په بله برخه کې د میک کمېټې د تدارکاتو سلاکار په ملي تدارکاتو کې د اداري فساد د اسیب پذیریو د ارزونې په اړه د دغې کمېټې د موندنو راپور وړاندې کړ وې ویل، د ملي تدارکاتو لپاره د اداري فساد د مخنیوي په خاطر ۳۷ مورده موندنې او وړاندیزونه په پام کې نیول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن