کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۹): افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د واشنګټن پوسټ ورځپاڼېهغه راپور ناسم بللی چې ګواکې د دغو ځواکونو له شپېته تر نوي سلنه د کرونا پر ویروس اخته دي او بد اغېز یې پرې کړی دی.
دغې ورځپاڼې تېره ورځ په افغان ځواکونو کې د کووید – ۱۹ناروغۍ خپرېدو او د یادو ځواکونو پر جګړه ییزو وړتیاوو د دې ناروغۍ د احتمالي بد اغېز په اړه راپور خپور کړ.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ځینو افغان چارواکو له خولې لیکلي چې ښايي په افغان ځواکونو کې له ۶۰ تر ۹۰ سلنهکسان د کوویډ – ۱۹ په ناروغۍ اخته شوي وي، دغو ځواکونود کرونا ویروس د ټېسټ الې نه لري.
په یاد راپور کې د افغانستان په تړاو یوې بلې څېړنې ته اشاره شوې چې په کې ویل شوي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کرونا ویروس احتمالي پېښې ممکن د جګړې ظرفیت او د سرتېرو پر مورال منفي اغېز وکړي او ښایي په دې سره طالبان پیاوړي شي.
افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره، په پوځي لیکو کې د کرونا ویروسخپرېدو او پر افغان ځواکونو د دې ناروغۍ د منفي اغېزو په تړاود واشنګټن پوسټ ورځپاڼېراپور رد کړی دی.
سرچینه لیکي:"د امنیتي او دفاعي ځواکونو لپاره د کرونا ویروس مخنیوي په اړه د روغتیايي مرکزونو رغونه، د هېواد په کچه ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په کافي اندازه د اړتیا وړ روغتیايي توکو وېش، د ځانګړو لارښوونو صادرول او همدارنګه په عملیاتي او حمایوي اډو کې د درملنې او وقایوي تدابیرو برخې شاملې دي."
سرچینه زیاتويچې دکرونا ویروس د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر فعالیتونو او ماموریت هېڅ ډول منفي اغېزې نه دی کړی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر پرونه په افغانستان کې ۳۰۴۵۱ کسان پر کووید – ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او له دې ډلې ۶۸۳ کسان مړه شوي او ۱۰۳۰۶ نور بېرته روغ شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن