کندهار (پژواک، ۷ چنګاښ ۹۹): د کندهار امنیه قومانداني وايي، بهرنیو ځواکونو پر وسله والو هوايي برید کړی چې په پایله کې یې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
دغه برید تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ په سیاه سنګ دره کې شوی دی.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک خبري اژانس ته وویل، بهرنیو ځواکونو ته تېره شپه ناوخته د ارغنداب په سیاه سنګ دره کې هغه مهال هوايي برید ترسره شوی چې وسله والو غوښتل پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.
دی وايي، په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان شوي، دغه راز د هغوی وسلې او وسایط هم ویجاړ شوي دي.
ارغنداب د کندهار امنه ولسوالي ګڼل کېږي خو له تېرو دوو میاشتو راهیسې د سیاه سنګ درې په ګډون د دې ولسوالۍ ځینې سیمې ناامنې شوې او د وسله والو بریدونو په کې زور اخیستی دی.
په دې موده کې د وسله والو په بریدونو کې ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي دي.
که څه هم بهرنیو ځواکونو تر دې مهاله د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو دا په تېره یوه اوونۍ کې دویم هوايي برید دی چې د دوی له خوا په کندهار کې ترسره کېږي.
له دې مخکې په ورته توګه په خاکرېز ولسوالۍ کې هم هوايي برید شوی و چې یو شمېر وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا ډیورنډ کرښې ته څېرمه په معروف ولسوالۍ کې بیا وسله والو د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان نادر خان پر پوسته برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ جګړه شوې ده.
بارکزی وايي، د امنیتي ځواکونو د مقاومت په پایله کې د وسله والو برید پر شا تمبول شوی او د هغوی ۶ کسان وژل شوي دي.
د ده په خبره، امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن