ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې له کرونا سره د مبارزې لپاره د ملي بودجې د تعدیل طرحه تصویب کړه

1 Jul 2020 - 16:43
1 Jul 2020 - 16:43

کابل (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۹): ولسي جرګې د ۱۳۹۹ کال د ملي بودجې د تعدیل طرحه چې د کرونا ناورغۍ د مبارزې په موخه جوړه شوې وه، په اکثریت رایو تصویب کړه.

دا په داسې حال کې ده چې یاده طرحه د غبرګولې په ۲۸مه ولسي جرګې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې د رونټیا نه شتون له امله رد کړې وه.

د مخکنۍ طرحې له ردېدو وروسته حکومت ولسي جرګې ته نوې طرحه وړاندې کړه چې نن د دې جرګې د مالي او بودجې کمېسیون له خوا عمومي غونډې ته وړاندې شوه.

د مالي او بودجې کمېسیون د معلوماتو له مخې، د ۱۳۹۹ کال ټوله بودجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ وه چې په تېره طرحه کې ۲۱ میلیارده افغانۍ زیات والی په کې راغلی و.

د مالې او بودجې کمېسیون مشر میر افغان صافي نن په دې اړه وویل چې په نوې وړاندې شوې طرح کې ۱.۵ میلیارده افغانۍ په عادي بودجه او ۳.۴ ميلیارده افغانۍ په انکشافي بودجه کې تعدیل راغلی دی.

هغه زیاته کړه چې د ګډ دایمي کمېسیون په ناستو کې د حکومت پر نوې وړاندې شوې ټوله طرحه توافق شوی خو په نوی طرحه کې دغه کمېسیون ځیني تعدیلات راوستلي دي.

صافي وویل، چې په تېره پخوانې طرحه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ عملیاتي ادارې لپاره ۴.۵ میلیارده افغانۍ او ځینو نورو انکشافي ولایتي پروژو چې د ارګ عملیاتي ادارې له خوا پلې کېږي، ۱.۷ میلیارده افغانۍ په پام کې نیول شوې وې خو دا چې د دې بودجې په مصرفولو کې رونټیا نه وه، له نوې طرحې لرې شوې دي.

هغه همدارنګه وویل چې په پخوانۍ طرحه کې ۳۵۰ میلیونه افغانۍ د مالیې وزارت له خوا د صنعتي پارکونو ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وې خو د دغو پیسو د مصرف لپاره د روښانه میکانیزم د نه شتون له امله لرې شوې دي.

میر افغان صافي همدارنګه وویل، له څلور ميلیارده افغانیو څخه چې د کابل ښار د ابریزه پروژې لپاره ځانګړې شوې وې، یو میلیارد تایید او درې میلیارده رد شوې دي.

هغه همدرانګه وویل، په نوی طرحه کې د لګښت لپاره د روښانه میکانیزم د نه شتون له امله، ۶۵۰ میلیونه افغانۍ د ملي امنیت د معاشونو د کمبود، ۱۹۰ میلیونه افغانۍ د مصالحې عالې شورا د کارکوونکو معاشونو، ۳۸۰ میلیونه افغانۍ د دولت په چارو کې د سولې وزارت او ۲۶۰ میلیونه نورې افغانۍ چې د ځینو ښار جوړولو وزارت ځینو پروژو لپاره وړاندیز شوې وې، رد شوې.

هغه همدارنګه وویل، په نوې طرحه کې ۲۶۰ میلیونه افغانۍ د ملي تلویزون د عصری کولو لپاره ځانګړې شوې وي چې سل میلیونه یې منظور او ۱۶۰ میلیونه نورې یې لېرې شوې

صافي د ولسي جرګې له رییس څخه وغوښتل چې نوې طرحه د رایو اخیستو لپاره جرګې ته وړاندې کړي؛ ځکه یوه توافقې طرحه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version