ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ۸۰۰ کورنیو ته د لبنیاتو د پروسس ماشینونه ورکړل شول

6 Jul 2020 - 18:50
6 Jul 2020 - 18:50

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۹): د اروزګان د کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو ریاست له خوا اته سوه مالدارو کورنیو ته د لبنیاتو د پروسس ماشینونه ورکړل شول چې په عصري بڼه لبنیات ترلاسه او بازار ته یې عرضه کړي.

د اروزګان سرپرست والي نعمت الله بختیار وایې، په دې اړه د اړمنو کورنیو سروې د کرني او مالدارۍ ریاست، ولایتي شورا او ولایت مقام له خوا ترسره شوې چې نن ورته ماشینونه ووېشل شول.

 بختیار وایې، د دغو ماشینونو په مرسته به مالدار وکولای شي په عصري او خوندي بڼه حیواني محصولات ترلاسه او بازار ته عرضه کړي.

د کرني مالدارۍ او اوبو لګولو رییس  احمدشاه خیري  وویل چې د لبنیاتو پروسس ماشینونو مالي لګښت چې څه باندې لس میلیونه افغانۍ دي، د هندوستان سفارت له خوا ورکړل شوی دی.

د هغه په وینا،  د پروسس یاد ماشینونه چې د سولري برېښنا په وسیله کارول کېږي، ورسره به مالدار په عصري او معیاري بڼه لبنیات تولید او ښار ته به یې عرضه کړي.

ده زیاته کړه، په پام کې لري چي د اروزګاني کروندګرو او مالدارو لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د اروزګان ولایتي شورا استازي او مالداري کورنۍ هم د کرني ریاست له چارواکو او د دوست هېواد هندوستان له سفارت څخه مننه کوي چې د له هغوی سره یې د لبنیاتو د پروسس ماشینونو مرسته کړېده. د ولایتي شورا استازي محمد ظاهر نادري له مالدارو وغوښتل چې له یادو ماشینونو په سمه توګه ګټه واخلی او محصولات یې خلکو ته وړاندې کړي.

د ترینکوټ ښار یو اوسېدونکی میراجان وایي، له دې مخکې یې ستونزې درلودې او په ښه توګه یې لبنیات نه شو ترلاسه کولای، خو په نوي او عصري ډول د پروسس دغو ماشینونو په واسطه به وکولای شي لبنیات په معیاري او لنډ وخت کې پروسس او بازار ته عرضه کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version