غزني ښار (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٩): د غزني حکومتي مسووولين وايي چې په جغتو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند وحيدالله جمعه زاده د چنګاښ په ٢١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په جغتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوى ده.
هغه وايي: ((دغه خلک په فلانکوچ موټر کې سپاره وه چې د طالبانو له لوري په ځاى پرځاى شوي ماين يې موټر برابر شوى دى.))
ده زياته کړه چې په دغه چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ ملکي وګړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
دى زياتوي چې ټپيان د غزني ولايتي روغتون ته انتقال شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د ملکي وګړو موټر د سړک پر غاړه په ځاى پرځاى شويو ماينونو برابر شوي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن