ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“بغلان کې د طالبانو يوه ١٢ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوه”

13 Jul 2020 - 19:05
13 Jul 2020 - 19:05

پلخمري (پژواک، ٢٣ چنګاښ ٩٩): د بغلان امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د طالبانو يوه ١٢ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوې ده.

د بغلان د ملي امنيت له لوري د چنګاښ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا نعمت الله مشهور په خاکباد په مشرۍ د طالبانو يوه ١٢ کسيزه ډله د سولې له پروسې سره يوځاى شوې ده.

سرچينه وايي چې ملا نعمت الله له خپلو ملګرو سره د دغه ولايت د خنجان ولسوالۍ په منجانه، ګزان، ګزه ګيل، سبزخوان او ځينو نورو سيمو کې د دولت ضد فعاليتونه ترسره کول.

خبرپاڼه کې راغلي: "دغه کسان د ملي امنيت د اوپراتيفي هلو ځلو په پايله کې له دولت سره يوځاى شوي دي. "

دغه راز د يادې ډلې قوماندان نعمت الله وويل چې طالبان د پرديو په دستور د خپل هېواد د ورانولو لپاره هلې ځلې کوي.

ده زياته کړه: "زه په دغه مسله پوه شوم چې دا هرڅه د پرديو په خبره کيږي، نو پرېکړه مې وکړه چې له خپلو ملګرو سره د سولې له پروسې سره يوځاى شم. "

همدارنګه د بغلان ولايتي شورا رييس صفدر محسني وويل چې د سولې له پروسې سره د يادو کسانو يوځاى کېدل به د خنجان ولسوالۍ پر امنيتي وضعيت مثبت اغېز وکړي.

د يادونې ده چې په تېرو څو کلونو کې د دولت زرګونه وسله وال مخالفين د حکومت د سولې له پروسې سره يوځاى شوي، خو ځينې داسې اسناد او شواهد بيا ترلاسه شوي چې ددغو کسان له ډلې يو شمېر بيا له څه مودې وروسته بېرته د وسله والو مخالفينو ليکو ته ورغلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version