اسعد اباد (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٩): د کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې د لشکرطیبه وسله والې ډلې اووه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمیم وایي چې د اسمار ولسوالۍ خوشحال تاله سیمه کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لشکرطیبه وسله والې ډلې پر مرکز د توپچي عملیات ترسره کړي چې ددغې ډلې درې وسله وال وژل شوي او څلور نور يې ټپیان دي.
د هغه په خبره، د لشکر طیبه ډلې مرکز په بشپړ ډول له منځه وړل شوی او یوشمېر درنې او سپکې وسلې یې هم له منځه وړل شوې دي.
په یادو عملیاتو کې ملکي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن