کلات (پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹) : چارواکي وایي چې په زابل ولایت کې د طالبانو له خوا پر یوه مرکز تر بریده وروسته د افغان ځوکونو هوایي برید کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
ددغه ولایت امنیتي چارواکي وايي، لومړی تېره شپه وسله والو د شهرصفا ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د پوليسو پر یوه مرکز برید وکړ چې یاد مرکز سقوط کړی، خو اوس بېرته په کې تازه دمه سرتېري ځای پر ځای شوي دي.
د زابل د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر سمونوال فدا محمد ترخېل وایي چې له یاد مرکز څخه د تګ پر مهال لسګونه وسله وال طالبان د هوايي ځواک تر برید لاندي راغلي چې د وژل شویو وسله والو طالبانو جسدونه هم په سیمه کې پراته دي.
د هغه په وینا، په دغه هوایي برید کې ۱۴ تنه يې وژل شوي او ۸ تنه نور يې ټپیان شوي، ټول جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي او داسي احتمال شته چي ځيني پاکستاني اتباع هم په کې شامل وي.
د امنیت امر وایي چې په دې جګړه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د پېښې سیمه د کندهار د ارغستان او د زابل د شهرصفا ولسوالیو تر منځ د وسله والو طالبانو د تګ راتګ او اکمالاتو مهمه لار بلل کیږي.
تره خېل وایي چې وسله وال طالبان هڅه کوي له یادي لارې څخه د ډیورنډ فرضي کرښې، د زابل د میزانې او ارغنداب تر څنګ د کندهار د شمالي ولسوالیو او د ارزګان ولایت د ګڼو برخو ترمنځ خپل اکمالات تر سره کړي چي دوی يې مخنیوی کړی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن