ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر ویاند: ملي شورا دې د «ملي دسترخوان» له پروګرامه ملاتړ او څارنه وکړي

21 Jul 2020 - 17:52
21 Jul 2020 - 17:52

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): د ولسمشر ویاند وایي له بېوزلو ملاتړ د حکومت مسوولیت دی او ولسي جرګې باید د «ملي دسترخوان» پروګرام په اړه لومړی پوره معلومات ترلاسه کړي وای او وروسته یې رد کړی وای.

نن ولسې جرګې په عمومي ناسته کې د خلکو لپاره د ۲۴۴ ميلیونه ډالرو په ارزښت د لومړیو توکو د وېش پروګرام له دې امله رد کړ چې قانوني پروسه یې نه ده طی شوې او د دې جرګې له خوا نه ده تصویب شوې.

ولسمشر د «ملي دسترخوان» پروګرام وړمه ورځ پرانیست او ویې ویل چې د دغه پروګرام له لارې د ۲۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت لومړني توکي خلکوته وېشل کېږي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې په یوې خبري ناسته کې وویل چې له ملي دسترخوان څخه موخه د هېواد بېوزله قشر ته مرسته رسول دي چې د حکومت له مسوولیتونو څخه دی.

هغه زیاته کړه چې ولسي جرګې باید د «ملي دسترخوان» پروګرام په اړه لومړی پوره معلومات درلودلي وای او وروسته یې رد کړی وای.

د صدیقي په خبره، ټاکل شوې وه چې د کلیو د پراختیا وزارت د دغه پروګرام له پیل وروسته له ولسي جرګې سره په دې اړه پوره معلومات شریک کړي.

هغه د هېواد له ملي شورا وغوښتل چې د خپلو خلکو ترڅنګ ودریږي او له دغه پراګرام (ملي دسترخوان) نه ملاتړ وکړي.

د ولسمشر ویاند دغه راز له ولسي جرګې وغوښتل چې د ملي دسترخوان له بهیره په سم ډول څارنه وکړي څو دغه پروګرام په شفاف ډول پرمخ ولاړ شي.

هغه زیاته کړه چې نن ۵۵ سلنه خلک په بېوزلۍ کې ژوند کوي او که ولسي جرګه د حکومت له دغه پروګرامه ملاتړ ونه کړي، په هېواد کې به د بېوزلۍ کچه لوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د ملي دسترخوان د پرګرام د پرانیستلو په ورځ ویلي و چې د هېواد ۹۰ سلنه وګړي بې وزله دي او وروسته له دې نه شي کولای د افغانستان د پراختیا لپاره له نړیوالې ټولنې مرسته وغواړي او باید د هېواد له خپلو سرچینو استفاده وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version