ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد ته د ترکیې په اوبو کې د ډبو شویو افغانانو د جسدونو رالېږد پیلېږي

21 Jul 2020 - 15:35
21 Jul 2020 - 15:35

کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په اوبو کې د ډوبو شویو افغانانو د موندل شویو جسدونو د رالیږد پروسه له نن شپې څخه پیلیږي.

تېره میاشت د جون په ۲۷مه، د ترکیې په وان ستر اوبو بند کې چې له ایران سره په ګډه پوله موقعیت لري، د غیر قانوني کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان نادرکه او مړه شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې تر اوسه له یادو اوبو څخه د ۵۹ کسانو جسدونه را ایستل شوي چې ۲۹ یې د افغانانو دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانانو د جسدونو د رالیږدولو پروسه نن شپه پیلیږي او په لومړۍ الوتنه کې به درې جسدونه له استانبول ښار څخه کابل ته را ولیږدول شي.

ګران هېواد وایي چې څلور نور جسدونه به سبا چهارشنبه او لس جسدونه به د جمعې په ورځ له انقرې ښار څخه په الوتکو کې کابل ته را ولیږدول شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په ا نقرې ښار کې د افغانستان سفارت د کام ایر او اریانا هوایي شرکتونو سره د جسدونو دلیږد په  اړه همغږي کوي.

تر دې مخکې په ترکیه کې د افغانستان سفارت چارواکو ویلي وو، چې تر اوسه د ډوبې شوې کښتۍ له ځایه ۵۸ جسدونه را ایستل شوي چې په وینا یې د پاتې جسدونو د راایستلو هڅې هم روانې دي.

د ترکیې د مسوولینو د معلوماتو له مخې، په دغه کښتۍ کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې پناه غوښتونکي سپاره وو ، چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان او ایران اوسېدونکي وو.

د وان جهیل د ترکیې او ایران پولې ته نږدې موقعیت لري او افغان پناه غوښتونکو چې اروپا ته د تګ نیت درلود، له دغې لارې څخه په تېرېدو سره ترکیې ته داخل شوي و، او له هغه ځایې اروپا ته تلل.

راپورونه وایي چې په یاده کښتۍ کې د ننګرهار ولایت د یوې کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه غړي هم شامل دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version