کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ۹۹): د اطلاعات او کلتور وزارت وایي چې په کابل کې یې د سرینا هوټل د اجارې له درکه ۱۶۸ ډالره پوروړی دی.
د یاد وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت ته د کابل سرينا هوټل د ١٦٨ ميليونه ډالرو پور په اړه د هوټلونو شرکت عالي شورا ځانګړې غونډه د وزارت د سرپرست محمد طاهر زهير په مشرۍ جوړه شوه.
زهير د دولت د پورونو ترلاسه کول د وزارت له مهمو دندو وبلل او ويې ويل: ((د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د کابل سرينا هوټل د ١٦٨ ميليونه ډالرو پور د موضوع څېړنه مهمه ده چې بايد ورته پاملرنه وشي.
سرچینې زیاته کړې، په دې غونډه کې د هوټلونو د شرکت رييس ذبيح الله احسان د کابل سرينا هوټل د پور په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، د کابل سرينا هوټل له ٢٠١٠ کال څخه تر اوسه پورې د دغه هوټل د اجارې نه ورکولو له پلوه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ١٦٨ ميليونه ډالر پوروړى دى.
هغه وایي، د دغو کلونو په اوږدو کې د هوټل د عوايدو صورت حساب وړاندې شوى خو شفاف نه دى؛ ځکه د کابل سرينا هوټل عوايد په جلال اباد کې د سپين زر هوټل د عوايدو په پرتله لږ دي .
هغه زياته کړه، د کابل سرينا هوټل په ٢٠٠٥ کال کې له بيارغاونې وروسته د دېرشو کلونو لپاره د هغه اوسني مالک ته په اجاره ورکړل شوى دی.
چې د قرارداد له مخې، له ٢٠٠٥ څخه تر ٢٠١٠ پورې د اجارې له حق څخه معاف و.
له ٢٠١٠ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې او د ٢٠٢٠ کال څو مياشتې پوروړى دى .
دغه راز د هوټلونو شرکت رييس وویل، د حق الاجارې ورکولو په خاطر يې څو مکتوبونه لېږلي دي، خو تر اوسه پورې د کابل سرينا هوټل په دې برخه کې اقدام نه دی کړی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل سرينا هوټل مالي مسوول صفت الله وزيري چې په دې غونډه کې یې ګډون کړی و، وویل چې کابل سرينا هوټل له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١٦ کال پورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هوټلونو شرکت ته ٣٢ ميليونه ډالر ورکړي او د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت سل ميليونه ډالر پوروړى دى .
هغه دغه راز ادعا وکړه چې د ماليې وزارت ٤١٦زره ډالر د کابل سرينا هوټل له حسابه د ماليې له درکه وضع کړي دي. سره له دې چې کابل سرينا هوټل د قرارداد پر بنسټ د لسو کلونو لپاره د ماليې له ورکولو معاف و.
د وزیري په وینا، له بله پلوه د قرارداد له مخې بايد د افغانستان دولت د زرنګار پارک او د افغاانستان بانک او د کابل سرينا ترمنځ سړک هم هوټل ته ورکړى وای چې نه يې دى ورکړى او له دې پلوه هم د هوټل خاوند زيانمن شوى دى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن