کابل (پژواک، ۷ زمری ۹۹) : د افغانستان حکومت د طالبانو لخوا د اختر په ورځو کې د اوربند هرکلی کړی او ولسمشر امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې دا اوربند رعایت کړي.
وسله والو طالبانو نن د زمري په ۷مه، مازیګر مهال د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ.
د ولسمشر اشرف غني صدیق صدیقي لخوا په ټویټر کې لیکل شوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې د طالبانو ډلې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی کوي.
هغه زیاته کړې، د اوربند اعلان یو مهم ګام دی، خو د افغانستان خلک د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو ډلې ترمنځ د دوامدار اوربند او د سولې مذاکراتو د پیلولو غوښتونکي دي.
صدیقي ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې او ثبات د تامین او زموږ د خلکو د ځنډنیو ارمانونو د تحقق په موخه د سولې پروسه کې خپلې ټولې ژمنې ترسره کړې او د تاوتریخوالي د تداوم لپاره هیڅ پلمه نه ده پاتې.
د نوموړي په وینا، ولسمشر اشرف غني همدارنګه د هیواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې درې ورځنی اوربند رعایت او تر هغو چې د طالبانو له لوري اوربند نقض نشي، د طالبانو ډلې پر وړاندې هیڅ ډول عملیات ونه کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن