ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست او غزني چاودنو کې يو کس وژل شوى او ٦ ټپيان دي

8 Aug 2020 - 13:59
8 Aug 2020 - 13:59

خوست، غزني (پژواک، ١٨ زمرى ٩٩) : د خوست او غزني ولايتونو په دوو چاودنو کې يوتن وژل شوى او شپږ نور ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قومانداني وايي چې چاودنه نن د زمري په ١٨مه، غرمه يوولس نيمې بجې د خوست ښار سوېلي برخه کې فیض محمد خان واټ ته څېرمه شوې.

د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول عادل حيدر پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودېدونکي توکي په یوه موټر سايکل کې ځای پر ځای شوي وو او هغه مهال چاودنه ورکړل شوې، چې پوليس له دې ځايه د تېرېدو په حال کې و.

د حيدر په وينا، په چاودنه کې درې پوليس برسېرن ټپيان شوي او بل چا ته په کې زيان نه دی رسېدلی.

بل پلو خوست کې د بابري ګل په نوم د يوه شخصي روغتون مسوولين بيا وايي چې دوی ته د يادې چاودنې له ځایه څلور پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوي.

د هغوی په خبره چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی.

د يو بل خبر له مخې، نن ترغرمې مخکې د ښار فروخي څلور لارې کې چېرته چې د پولیسو چیک پاینټ ده، چاودنه شوې ده.

د غزني ولایتي روغتون رییس ډاکتر باز محمد همت وایي چې د پېښې له ځایه د يو پوليس جسد او دوه ټپیان ور وړل شوي چې يو يې پوليس او بل ملکي وګړى دى.

د ولایت ویاند واحدالله جمعه زاده وایي چې پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شوي او چاودنه د چسپکي ماين له امله شوې .

د دولت وسله والو مخالفينو د يادو چاودنو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version