ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مخابراتي شرکتونه انټرنېټ د پېر بیې په پرتله ۲۳ برابره په لوړه بیه پلوري

8 Aug 2020 - 14:41
8 Aug 2020 - 14:41

کابل (پژواک، ۱۸ زمرى ۹۹): د افغانستان مخابراتي شرکتونو لپاره د انټرنېټ بيه له نهو، ۶.۵ افغانیو ته را کمه شوې، خو دغه شرکتونه اوس هم انټرنېټ د هند په پرتله نږدې ۳۴ برابره او د پاکستان په پرتله ۷ برابره په لوړه بیه پلوري.

د مخابراتو وزارت مطبوعاتي مشاور حامد پویا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه وزارت انټرنېټ د پاکستان او قراقزستان له هېوادونو په عمده ډول اخلي او بېرته یې په مخابراتي شرکتونو په عمده توګه پلوري.

د هغه په وینا، دغه وزارت پخوا مخابراتي شرکتونو ته یو جي بي انټرنېټ په نهه افغانۍ ورکاوه، خو د روان کال له وري میاشتې راهیسې یو جي بي په  ۶.۵ افغانۍ ورکوي.

پویا وویل چې مخابراتي شرکتونو له دوی سره ژمنه کړې وه چې د انټرنېټ بېې به را کموي، خو لا یې هم د بیو د راټیټېدو په اړه په خپلو ژمنو عمل نه دی کړې او یوازې سلام او افغان بیسم شرکتونو خپلې بیې یوه څه را کمې کړي دي.

هغه  وویل:«موږ د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو راضي نه یو، دا یو ډول ظلم دی او باید ارزانه او په ښه کیفیت خلکو ته خدمات وړاندې کړي.»

د ده په خبره، که مخابراتي شرکتونه د انټرنېټ بیې راټیټې کړي، دغه وزارت چمتو دی چې نورې هم د انټرنېټ بیې راټیټې کړي.

اوس مهال په افغانستان کې بېلابېلې مخابراتي شبکې فعالیت کوي او هره مخابراتي شبکه په بېلابېلو بيو خپلو پېرېدونکو ته خدمات وړاندې کوي.

د انټرنېټي معلوماتو له مخې، اوس مهال اتصالات شبکه د یوې میاشتې لپاره یو جي بي انټرنېټ په ۲۵۰ افغانۍ، سلام شبکه د یوې میاشتې لپاره یو جي بي په ۹۲ افغانۍ، روشن شبکه یو جي بي جمع د فېسبوک لپاره دوه سوه اېم بي وړیا په ۲۵۰ افغانۍ، اېم ټي اېن شبکه د یوې میاشتې لپاره ۸۷۰ ام بي په ۲۹۹ افغانیو او ۲.۱ جي بي په ۳۹۹ افغانیو او افغان بېسيم شبکه بیا یو جي بي انټرنېټ د یوې اوونۍ لپاره په ۱۲۵ افغانیو ورکوي.

د یادونې ده چې یادې شبکې له یو جي بي د ډېر انټرنټ ځینې نور بنډلونه هم لري چې بیې یې د یو جي بي انټرنټ په پرتله ټیټې دي. 

د یوې میاشتې لپاره، روشن لس جي بي په ۱۰۹۹ افغانۍ، اېم ټي اېن شپږ عشاریه اته جي بي په ۷۲۵ افغانۍ، اتصالات لس جي بي په ۹۹۹ افغانۍ، افغان بیسیم اته عشاریه څلور جي بي په ۸۰۰ افغانۍ پلوري.  

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version