ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني کابل او کندهار کې شوي بریدونه وغندل

10 Aug 2020 - 09:38
10 Aug 2020 - 09:38

کابل (پژواک، ۲۰ زمری ۹۹): ولسمشر غني د کندهار او کابل ولایتونو پرونیو دوو چاودنو په غبرګون کې وایي، پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه بشري ضد او نه بښونکی جنایت دی.

پرون مازدیګر د کابل ښار د کمپنۍ سيمه کې په يوې لاسي کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماين په چادونه کې د يوې مېرمنې په ګډون دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

دغه راز د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شین نري سیمه کې د ملکي وګړو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې هم اته ملکي کسان وژل شوي وو.

دولسمشرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر محمد اشرف غني دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو او عامه تاسیساتو «تروریستي بریدونه» بشري ضد او نه بښونکی جنایت دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version