ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شېرخان بندر کې د اسانتیاوو نه شتون د سوداګرو د فعالیت خنډ ګرځېدلی

11 Aug 2020 - 14:23
11 Aug 2020 - 14:23

کابل (پژواک، ۲۱ زمری ۹۹): د کندوز ډېری سوداګرو د دغه ولایت په شېرخان بندر کې د اسانتیاوو د نه شتون له امله خپل فعالیتونه درولي او په نورو ولایتونو کې د سوداګرۍ پر کارونو بوخت شوي دي.

د کندوز د شېرخان بندر د سوداګرو اتحادیې رییس سید مجتبی هاشمي وایي چې نا امني، بډې اخیستل او د ګمرک له خوا د اسانتیاوو نه شتون سبب شوی چې د دغه ولایت ډېری سوداګر خپل سوداګریز فعالیتونه په دغه بندر کې ودروي او د هېواد نورو بندرونو ته مخه کړي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: «په دغه بندر کې مخکې ۱۴۵ شرکتونو فعالیت درلود، خو اوس مهال یوازې پنځه هغه یې پاتې دي.»

هغه وایي، د امنیت نشتوالی جدي ستونزه ده چې د یو شمېر سوداګرو د تښتونې سبب شوې او بډو اخیستلو ته یې زمینه برابره کړې ده چې سوداګر نه شي کولای په دغه وضعیت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

سرچینې زیاته کړه چې مسوولین ۱۵ ورځې وخت لري څو د سوداګرو دغه ستونزو ته پام وکړي چې بې له دې به په دغه بندر کې سوداګریز فعالیتونه په پوره ډول ودرول شي.

هاشمي اندېښنه وښوده چې که وضعیت په دې ډول دوام وکړي، ډېر ژر به د دغه بندر له لارې کاروبار سقوط وکړي.

په دغه بندر کې یوه سوداګر ضیاالحق ضیایي پژواک ته وویل، د گمرک له خوا د اسانتیاوو نه شتون او ناامنۍ له امله یې په دغه بند کې خپل فعالیتونه درولي دي.

هغه وایي: «امنیت خراب دی، ګمرک د خلکو لپاره اسانتیاوې نه برابروي، نو څه ډول یو سوداګر زړه ښه کړي چې د کندوز په بندر کې کار وکړي.»

بلخوا د کندوز ولایتي شورا په شېرخان بندر کې د سوداګریزو فعالیتونو  پر کمرنګ کېدو نیوکه وکړه او د ګمرک سیمه ییز مسوولین په کم کارۍ او بې پامۍ تورنوي.

د کندوز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي پژواک ته وویل: «د ستونزو او اسانتیاوو د نه شتون سربېره، زموږ سوداګر له شېرخان بندره د هېواد نورو بندرونه ته تللي دي.»

هغه په شېرخان بندر کې شته ستونزو ته په اشاره وویل، د شېرخان بندر مسوولین له سوداګریزو سره ښې کاري اړیکې نه لري، ناامنۍ لوړې کچې ته رسېدلې، نو سوداګر اړ شوي څو دغه بندر پرېږدي.

د کندوز د سوداګرۍ خونې رییس ګل محمد رجب زاده مني چې په شېرخان بندر کې سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version