ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار نوی امنيه قوماندان: ژمنې نه، بلکې عملي کار کوم

12 Aug 2020 - 13:43
12 Aug 2020 - 13:43

جلال اباد (پژواک، ۲۲ زمری ۹۹): د ننګرهار نوی امنيه قوماندان وايي، د بېځايه ژمنو پر ځای د امنيت ټينګښت لپاره د خدای، هېواد او دندې تر شعار لاندې کار کوم او په عمل کې يې ولس ته ثابتوم.

پاسوال غلام سنايي ستانکزي دا څرګندونې نن (د زمري ۲۲مه) د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د نوموړي د پېژندګلوۍ په غونډه کې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د امنيت د ټينګښت لپاره به د خلکو د همکارۍ ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

هغه د کورنيو چارو وزارت د جلب او جذب د مسوول له لوري د ننګرهار ولايتي ادارې مسوولينو او خلکو ته ور وپېژندل شو.

ستانکزي چې يو ځل وړاندې يې هم په دغه ولايت کې د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړې وايي، خپلو تېرو تجربو ته په کتو به دنده پر مخ بيايي او د شعار او ژمنو پر ځای به په عمل کې کار کوي.

که څه هم دی په داسې حال کې چې د ننګرهار امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې ډېرې شوې او د دغه ولايت د قوماندان په توګه ګومارل شوی خو وايي، د ولس په همکارۍ به د امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.

هغه زياته کړه: ((د دې خاورې د یوه ساتونکي په توګه نه غواړم چې ژمنې ورکړم، بلکې د خدای، وطن او دندې تر عنوان لاندې به خپلې کړنې ولس ته په حقیقت کې ثابوت کړم.))

د کورنیو چارو وزارت د جلب او جذب عمومي قوماندان مل پاسوال تمیم رحمن رحمن وویل، پاسوال غلام سنایي ستانکزی د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ د ننګرهار امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی او ډاډ یې وښوده چې وزارت به یې په ټولو قانوني چارو کې ملاتړ وکړي.

د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند د نظامي او ملکي ادارو او ولس په استازیتوب نوي امنیه قوماندان ته مبارکي ورکړه،همدا راز یې د مخکیني سرپرست او امنیه قوماندان د ترسره شوېو دندو څخه  قدرداني وکړه.

 هغه زیاته کړه، نوي امنیه قوماندان مخکې هم په دغه ولایت کې بریالۍ دنده ترسره کړې او د مسوولینو، ولس او سیمې سره پوره بلدتیا لري، له همدې امله ډاډمن دی چې د ښې همغږۍ په ساتلو او غوره مدیریت په ترسره کولو سره به د ننګرهار په امنیت کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته کړي.

عام خلک بيا نيوکه کوي چې غلام سنايي ستانکزی تېر ځل هم د دغه ولايت امنيه قوماندان پاتې شوی او دا چې ولې هغه ځل له دندې لرې شوی او اوس بېرته ټاکل شوی بايد ولس ته په دې اړه ځواب ورکړل شي.

قومي مشر عبدالصمد پر دې سربېره د پولیسو تشکیل د زیاتوالي، د حوزو امرینو او ولسوالیو قوماندانانو د ژر تغيیر د مخنیوي او وروستیو امنیتي پېښو د له منځه وړلو غوښتنې وکړې.

د یادونې ده، پاسوال غلام سنایي ستانکزي له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د څېړنو د ريیس، د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د عمومي رييس، د پلچرخي محبس د قوماندان، د ننګرهار د امنیه قوماندان او پروان ولایت د امنیه قوماندان په توګه دندې ترسره کړې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version