کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٩):فرانسې له افغان حکومت څخه غوښتي چې د هغو بنديانو له خوشې کولو ډډه وکړي، چې په افغانستان کې د فرانسوي وګړو او سرتېرو په وژلو کې يې لاس درلود.
په کابل کې د فرانسې سفارت د زمري په ٢٦مه، په ټويټر کې ليکلي چې دغه غوښتنه يې د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې کړې ده.
دسرچينې په وينا، د فرانسې حکومت د افغانستان د حکومت له خوا د هغو ٤٠٠ طالب بنديانو پر خوشې کولو ژوره اندېښنه ښودلې چې ولسمشرغني يې د خوشې کولو فرمان لاسليک کړى دى.
د افغانستان حکومت د دغو بنديانو له خوشې کولو انکار کړى و چې په وينا يې په سترو جرمونو ککړ دي، خو د نړيوالې ټولنې په غوښتنه او دا چې د سولې پروسه پرمخ يوړل شي، ولسمشر يې د لويې مشورتي جرګې په وړانديز د خوشې کولو فرمان لاسليک کړ.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت له افغان حکومته غوښتي چې ددغو خطرناکو بنديانو له خوشې کولودې ډډه وکړي.
د افغانستان حکومت تر اوسه د فرانسې ددغې غوښتنې په غبرګون کې څه نه دي ويلي.
که څه هم ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې ددغو ٤٠٠ بنديانو د خوشې کولو فرمان لاسليک کړى، خو تر اوسه يې يواځې ٨٠ تنه خوشې کړي دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ په قطر کې د تړون له مخې، افغان حکومت بايد د طالبانو ٥٠٠٠ بنديان خوشې کړي ، خو تر اوسه يې ٤٦٠٠ خوشې کړي وو،خو طالبان د سولې له بين الافغاني مذاکراتو مخکې د ټولو بنديانو پر خوشې کولو ټينګار کوي.
تر دې مخکې د اسټراليا لومړي وزير هم د امريکا ولسمشر ټرمپ ته په يوه ليک کې د يوشمېر طالب بنديانو پر خوشې کولو سخته نيوکه کړې وه.
هغه ويلي چې په خوشې کېدونکو بنديانو کې د حکمت الله په نامه هغه بندي هم شامل دى چې په اروزګان کې يې درې اسټراليايي سرتېري وژلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن