ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک: د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ١٠١ کليزه مو مبارک شه

18 Aug 2020 - 10:14
18 Aug 2020 - 10:14

کابل(پژواک، ۲۸ زمری ۹٩): نن د زمري ٢٨مه د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ١٠١ کليزه ده، پژواک خبري اژانس د دغې وياړلې ورځې مبارکي ټولو هيوادولو ته وايي.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ وروسته له ډېرو سرښندنو د ١٢٩٨ کال د زمري په ٢٨ مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي بيرته ترلاسه کړه.

 پخوا به دا ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځل کېده، خووروسته له هغه چې په ١٣٨٧ کال کې د مجاهدينو د بري ورځې (ثور اتمه) د نمانځلو پر مراسمو وسله وال بريد وشو، حکومت د خپلواکۍ دغه ورځ هم په لنډ ډول نمانځي.

د يادونې وړ ده چې سږ کال د دې ورځې د نمانځې لپاره د کابل په ګډون په ځينو نورو ولايتونو کې هم چمتوالى نيول شوى دى.

 

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version