ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان والي په ياد ولايت کې د ځمکو د غصب په اړه د پژواک د راپور ملاتړ وکړ

20 Aug 2020 - 11:47
20 Aug 2020 - 11:47

کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٩) : د لغمان والي رحمت الله يارمل په ياد ولايت کې د ځمکو د غصب په اړه د پژواک اژانس د راپور ملاتړ او هرکلى کړى دى.

پژواک خبري اژانس د روانې مياشتې په ٢٧مه، په لغمان ولايت کې د ځمکو د غصب په اړه يو راپور خپور کړى و، په دغه راپور کې راغلي و چې د ولايت مقام په شاوخوا ۴۰۰مترۍ کې د ورزشي کمپلکس ۷۲ جريبه ځمکه غصب شوې او خلکو پرې شخصي کورونه جوړ کړي دي.

د لغمان والي رحمت الله يارمل د پژواک خبري اژانس د دغه څېړنيز راپور د ملاتړ او هرکلي ترڅنګ  رسنيو ته ډاډ ورکړى چې د غصب او فساد پر وړاندې به  جدي اقدامات کوي.

نوموړي دغه راز د لغمان خلکو او د ټولو رسنيو تر څنګ د پژواک خبري اژانس ادارې ته ډاډ ورکړى چې په راپور کې خپاره شوي موارد به په پوره شفافيت سره څېړي، غاصبين که په هره کچه وي د قانون منګلو ته  سپاري او پر دوی به قانون عملي کوي.

يارمل زياته کړې : ((په دې برخه کې پياوړې اراده او هوډ شتون لري. ))

والي ويلي، له هر ډول فساد سره د مبارزې په پار ژمن دی او ښه بېلګه يې دا ده چې د خپل ماموريت د پيل په لومړيو ورځو کې د دولت شاه ولسوالۍ دوه امنيتي مسوولين يې له دندو ګوښه او څارنوالۍ ته سپارل دي.

د لغمان ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه راز په مهترلام کې د لسګونه جريبه دولتي ځمکې د غصب او پلور په تور يې د فريدون په نوم يوتن نيولى او د قانون منګولو ته هم سپارل شوی دى.

سرچينې زياته کړې، د لغمان والي د ولايت په کچه د اصلاحاتو د راوستو لپاره پوره هڅه کوي، او په دې برخه کې د هر قانون ماتونکي پروړاندې به جدي قانوني چلند ترسره کيږي.

د لغمان ولايت مقام له خلکو، د رسنيو له استازو او ټولو اقشارو څخه هيله کړې  چې د هر ډول فساد، غير قانوني کړنو، غصب د مخنيوي او نورو برخو کې له ولايتي ادارې سره د شواهدو په سپارلو کې همکاري وکړي چې له مخې يې په دې اړه قانون پلی او ښه حکومتوالي لا پياوړې شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version