ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار سوداګر: د تورخم بندر ګمرکي تعرفې له نورو بندرونو لوړې دي

20 Aug 2020 - 16:24
20 Aug 2020 - 16:24

جلال اباد (پژواک، ۳۰ زمری ۹۹): د ننګرهار ولايت يو شمېر سوداګر وايي، د هېواد د نورو بندرونو په پرتله د تورخم بندر ګمرکي تعرفه لوړه ده او دا چاره د دې سبب شوې چې د سوداګريزو توکو بيې لوړې شي.

سوداګر وايي، د ګمرک مسوولين ځکه دا چاره کوي چې د دې بندر عوايد د نورو په پرتله لوړ شي ځکه اوس دلته سوداګري ټکنۍ او کمه شوې ده.

خو د ننګرهار د ګمرک مسوولین د سوداګرو شکایتونه نه مني او وایي، تعرفې د ماليې وزارت د لايحې له مخې ورکول کېږي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسوولين وايي، د ننګرهار په پرتله په نورو بندرونو کې ګمرکي تعرفې کمې دي او دا توپير د دې سبب شوی چې د نورو ولايتونو په پرتله دلته د توکو بيې لوړې دي او يا هم که د نورو بندرونو له لارې دلته توکي راوړل شي نو د دې ولايت سوداګر په وارد کړيو توکو کې زيان ويني.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال زلمی عظیمي له مالې وزارت څخه غوښتنه کوي چې افغان سوداګرو ته دې د نورو برخو سربېره د تعرفو د یو ډول عملي کېدو په برخه کې هم اسانیتاوې برابرې کړي.

هغه زياته کړه: (( زموږ غوښتنه له مالې وزارت څخه دا ده چې په ټول هېواد کې تعرفې په یو ډول تطبیق شي نه دا چې ننګرهار کې یو ډول او هرات او نورو ولایتونو کې بل ډول عملي کیږي.))

ننګرهار مېشتي سوداګر وایي، د تعرفو په یو ډول نه عملي کېدو له امله ورته مالي زیانونه اوښتي دي.

د دوی له ډلې عزيز الرحمن عرب وايي، که په ګمرکاتو کې پر سوداګریزو توکو یو ډول تعرفې تطبیق شي نو تر ډېره به د فساد مخه هم ونیول شي.

ده وړاندې وويل: ((که په ټولو ګمرکونو کې تعرفې یو ډول عملي شي نو د فساد مخه هم نیول کیږي او سوداګرو ته به ستونزه هم نه وي موږ به وکولای شو خپله سوداګري په سمه توګه وکړو.))

سوداګر وايي، د ننګرهار ګمرک ځکه په تورخم کې ګمرکي تعرفه لوړه کړې چې اوس دلته سوداګري کمه شوې او دوی د خپلو عوايدو لوړېدو لپاره کار کوي.

سوداګر ډاکټر مُخلص احمد وايي، پخوا دلته سوداګري زياته او ګمرکي عوايد کم و خو اوس چې سوداګري هم کمه شوې نو ورسره د ګمرک عوايد لوړ دي چې علت يې هم د تعرفو لوړوالی دی.

په همدې حال کې د ننګرهار ګمرک رييس نصرالله صاحبزاده وایي، د هېواد په نورو ولایتونو کې د تعرفو په یو ډول نه عملي کېدو شکایتونه دوی ته هم رسېدلي دي خو دوی ګمرکي تعرفې د ماليې وزارت د لايحې له مخې ورکوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version