فېروزکوه (پژواک، ۳۰ زمرى ۹۹): په غور کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دولتیار ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې پنځه ملکي وکړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د غور د والي ویاند محمد عارف عابر نن د زمري په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه چاودنه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه چې یو سراچه موټر د دغه ولایت له دولتیار ولسوالۍ څخه فېروزکوه ښار ته روان و چې پر ځای پر ځای شوي ماین برابر شو.
نوموړی وایي چې په دغه پېښه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.
همداراز ددغې پېښې عيني شاهدان تاییدوي چې ياده پېښه د فېروزکوه ښار لوېديځ د بادګاه په سیمه کې رامنځته شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ ملکي وکړي په کې مړه شوي دي.
د دولتیار – فېروزکوه پر لار یوه موټر چلوونکي نجیب الله پژواک ته وویل چې په دغه پېښه کې درې مېرمنې، درې نارينه او یو ماشوم مړه شوي دي.
د هغه په خبره، په دغه موټر کې سپاره کسان د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د یادونې ده چې د دغې چاودنې مسوولیت تراوسه چا نه دى منلى .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن