ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوى پاکستان ته تللى

24 Aug 2020 - 09:40
24 Aug 2020 - 09:40

کابل (پژواک، ٣ وږى ٩٩): د طالبانو د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يو لوړپوړى پلاوى د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په بلنه اسلام اباد ته تللى دى.

دغه سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې درې ورځې مخکې پاکستان اعلان وکړ چې پر طالب مشرانو د بنديزونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بنديزونه عملي کوي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند سهيل شاهين تېره شپه په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د ملا برادر په مشرۍ يو پلاوى پاکستان ته روان شوى دى.

هغه زياته کړې چې ملا عبدالغني برادر به  له پاکستاني چارواکو سره د سولې پر وروستيو پرمختګونو، جرياناتو، په پاکستان کې د افغان کډوالو او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ولسي تګ راتګ او سوداګرۍ د اسانتياوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

د شاهين په وينا، د کرونا ويروس خپرېدو له امله د طالب استازو سفرونه له ځنډ سره مخ شوي وو چې خو په نږدې راتلونکي کې به نورو هېوادونو ته هم سفرونه وکړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند زاهد چودري هم تاييد کړې چې ملا برادر د دوى په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر کړى دى.

هغه زياته کړې چې د دغه سفر پر مهال به دواړه لوري د افغان سولې پروسې پر وروستيو پرمختګونو سلا مشورې کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ويب پاڼې تېره اوونۍ يوه اعلاميه خپره شوه چې په کې د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر مشرانو هم د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې د بندیزونو پر وضعه کېدلو باندې ټينګار شوی و.

د پاکستان له خوا د وسله والو ډلو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني او د حقاني د کورنۍ نور غړي هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې د پرېکړې له مخې، د دغو کسانو پر سفر او وسلې ګرځولو د بندیز سربېره ټوله شتمني هم کنګل کېدای شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم تېره ورځ وویل چې په دې اړه يې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه ترلاسه کړې چې په وینا یې وروسته به په دې اړه خپل دریځ څرګند کړي.

د يادونې ده، د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو يوه پلاوي څو مياشتې مخکې هم اسلام اباد ته سفر کړى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version