ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان بادامو بیه ۳۲ سلنه او د محصولاتو کچه یې ۱۵ سلنه ټیټه شوې

25 Aug 2020 - 15:46
25 Aug 2020 - 15:46

ایبک (پژواک، ۴ وږی ۹۹): د سمنګان د محصولاتو کچې د ۱۵ سلنې ټیټېدو ترڅنګ د دغه ولایت د بادامو بیه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د رامنځته شوو بندیزونو له امله په منځني ډول ۳۲ سلنه راټیټه شوې ده.

د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې د وچې مېوې یوه سوداګر حاجي نقیب الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې اوس مهال په دغه ولایت کې یو من (اووه کیلو) بادام د هغو د کیفیت په پام کې نیولو سره له ۷۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانیو پلورل کېږي.

د هغه په خبره، دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په دغه فصل کې یو من بادام له ۱۰۰۰ بیا تر شپږو زرو افغانیو پلورل کېدل.

په سمنګان کې د ستاربایي، خیرالدیني، شکوربایي، قمبري، مروجي، صندوقي، کاغذي او سنګک په نومونو بادام شته چې تر ټولو ښه یې ستاربایي دي.

د نقیب الله په وینا، په دغه ولایت کې د بادامو بیې ټیټوالې لامل دا دی چې سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه د وضع شوو بندیزونو له امله د بادامو د پېر لپاره هېڅ سوداګر له بهره افغانستان ته نه دی راغلی.

نوموړي زیاته کړه، دا په داسې حال کې ده چې په تېرو کلونو کې د دغه ولایت ۶۰ سلنه بادام چې د ښه نوم لرونکي دي، هند، ترکیې، پاکستان او د متحده عربي اماراتو ته صادرېدل.

دغه سوداګر زیاته کړه چې تېر کال یې په سمنګان کې له ۲۵ ټنو ډېر بادام وپېرل او په کابل کې یې پر کورنیو او بهرنیو سوداګرو وپلورل، خو سږ کال یې شپږ ټنه له سمنګان څخه کابل ته انتقال کړي او پر داخلي سوداګرو یې پلورلي دي؛ ځکه د کرونا ویروس د خپراوي له امله بهرني پېرودونکي نه لري.

په همدې حال کې د سمنګان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کارکوونکی نجیب الله جویا وایي، د دې ادارې څېړنې ښیي چې د دغه ولایت د بادامو محصولات د تېر کال په پرتله ۱۵ سلنه کم شوي دي.

د هغه د معلوماتو پر اساس، په دغه ولایت کې د بادامو سږني محصولات په داسې حال کې ۲۸۸۷ ټنه اټکل شوي چې تېر کال دغه حاصلات شاوخوا ۳۳۹۷ ټنو ته رسېدلي وو.

هغه د بادامو په ونو کې د (شاتهول) په نوم د نباتي ناروغۍ خپرېدل د دغه محصول د کموالي لامل بللی دی.

د سمنګان د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او حضرت سلطان او خرم سارباغ ولسوالیو کې پر پنځه زره هکټاره ځمکه د بادامو باغونه اېښودل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version