ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ماین چاودنو له امله ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې ده

26 Aug 2020 - 09:43
26 Aug 2020 - 09:43

کندهار (پژواک، ٥ وږی ۹۹): ځايي چارواکي وايي چې په کندهار کې د وسله والو طالبانو له خوا د خښ شوو ماینونو له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د سړک غاړې د ماینونو له امله شاوخوا ۳۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه له هغه وروسته لوړه شوې چې وسله والو طالبانو د کندهار- ارغستان، کندهار- معروف، کندهار- اروزګان په ګډون یو شمېر لارې تړلې او خلکو ته یې پر دغو لارو د تګ راتګ نه کولو خبرداری ورکړی دی.

د موسی جان په نوم یو مسافر چې تازه یې له اروزګان ولایته کندهار ته پر اوږدو او فرعي لارو په ډېر کړاو ځان را رسولی، همدا غم ژاړي او وايي، وسله والو طالبانو تېره ورځ خلکو او موټر چلوونکو ته خبر ورکړی چې د کندهار- اروزګان پر لار دې تګ راتګ نه کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل، له همدې امله خلک اړ شوي پر نورو فرعي لارو تګ راتګ وکړي چې ډېر مهال یې د وسله والو طالبانو خښ شوي ماینونه ژوند اخلي.

د ده په خبره، همدا تېره ورځپه په شاولیکوټ کې د ماین چاودنې له امله ۳ مسافر ووژل شول.

دی زیاتوي، له خلکو سره ماشومان، ښځې او بوډاګان وي، ناروغان او ټپیان وي او ساه ورکوي خو وسله والې ډلې پر لارو د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

موسى جان پر امنیتي ځواکونو هم نیوکه وکړه چې ورته کړنې کوي او د طالبانو په څېر دوی هم پر ځینو لارو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د ده په خبره، خلک حیران دي چې څه وکړي، هېڅ لوری هم رحم نه پرې کوي.

نوموړی له وسله والو طالبانو او حکومته غوښتنه کوي چې خلک دې د سپر په توګه نه کاروي او هغوی دې نه ځوروي.

داد محمد چې ځان یې د سره صلیب کارکوونکی را وپېژاند، وايي، تېره ورځ پر همدې لارې کندهار ته راته او ټپي یې لېږداوه خو د تلو اجازه نه ورکول کېده.

ده پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ سلګونو مسافر چې ښځې، ماشومان، بوډاګان او ناروغان ورسره وو، تر توند لمر لاندې درول شوي وو او د لارې د خلاصون په تمه وو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version