کابل (پژواک، ٨ وږى ٩٩): به بيجینګ کې د افغانستان سفير جاوېد قايم وايي چې چين به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.
قايم په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي چې د چين نړيوالې پرمختيايي ادارې له مرستيال دنګ بوچنګ سره يې پرون وليدل.
هغه زياته کړې چې په دې ليدنه کې يې له تېرو مرستو د مننې ترڅنګ د نورو خوراکي توکو د مرستی غوښتنه هم وکړه.
قايم وايي، د چين د يادې ادارې مرستيال ورته وويل چی چين به تر راتلونکو دوو مياشتو پورې له افغانستان سره د خوراکي توکو نورې مرستې وکړي.
خو نوموړي د دغو مرستو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
افغان سفير وايي چې دغه راز يې له نوموړي د کرنې، مسلکي تعليماتو او انرژۍ په برخو کې هم مرسته وغوښته چې هغه ورسره په دې برخه کې هم د همکاريو ژمنه وکړه.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو مرستيال ميرويس ناب په کابل کې د چين له سفير سره د ليدنو پر مهال له سېلاب ځپلو سره د مرستو په اړه هم خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو زارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د چين سفير وانګ ژمنه وکړه چې ډېر ژر به د افغانستان له سېلاب ځپلو سره مرستې دغه هېواد ته ورسېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن