ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: په ولسي جرګه کې زموږ استازي تر اوسه پکتيا ته نه دي راغلي

31 Aug 2020 - 14:43
31 Aug 2020 - 14:43

ګردېز (پژواک، ١٠ وږى ۹۹): د اساسي قانون له مخې د ملي شورا غړي بايد د دوبي او ژمي په رخصتيو کې خپلو ولايتونو ته سفر وکړي، د خلکو ستونزې له نږدې وګوري او د حل په موخه يې له اړوندو حکومتي ادارو سره شريکې کړي.

خو د پکتيا اوسېدونکي وايي چې د ولسي جرګې د غړو ٤٥ ورځنۍ رخصتي په پوره کېدو ده، خو تر اوسه يې دغه ولايت ته سفر نه دى کړى.

د اساسي قانون د ١٠٧ مادې له مخې، ملي شورا په هر كال كې دوه عادي غونډې دايروي. د ملي شورا د دواړو جرګو د غونډو د كار موده په هر كال كې نهه مياشتې ده. د اړتيا په وخت كې شورا كولاى شي دا موده اوږده كړي. د رخصتيو په ورځو كې د ملي شورا فوق العاده غونډې د جمهور رييس په امر دايرېداى شي.

د همدې مادې له مخې، وکيلان بايد د دوبي او ژمي په موسم کې خپلو ولايتونو ته سفر وکړي،د خپلو موکلينو ستونزې له نږدې واروي او د حل لپاره يې له اړوندو ارګانونو سره اړيکې ونيسي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګردېز د څلورمې ناحيې اوسېدونکی عبدالله وايي چې په دغه ولايت کې ګڼ مسايل، ستونزې او نيمګړې پروژې شته چې بايد له ولايتي او مرکزي ادارو سره تعقيب شي.

نوموړي پژواک ته وویل: ((وکيلان چې کله کمپاين کوي، د شپې او ورځې ګرځي، حتی د خلکو حجرو ته ورځي، لويې او وړې ناستې کوي، هيڅ مسله نه وي، خو چې کامياب شي او د خلکو د مشکلاتو د اورېدو رسمي وخت يې وي، بيا نه شي کولای؛ دا واقعا د تاسف خبره ده.))

د ښځو د حقونو فعاله صبرينا وايي چې آن د مرکز ګردېز ډېری ښځې هم تر اوسه خپلې ښځينه استازې نه پېژني او نه يې تر دې دمه دوی ته کوم کار کړی دی.

صبرينا زياته کړه: ((تر دې دمه پکتيا ته هيڅ وکيل نه دی راغلی، چې زموږ خبره يې اورېدلې وي او د خپل کار په اړه يې راته ويلي وي. ښځينه وکيلانې خو بېخي نه راځي، حتی په مرکز کې هم دوی څوک نه پېژني.))

د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکې کامله له خلکو غواړي چې د ټاکنو پر مهال د استازو پر ټاکنه لازم فکر وکړي او هيله منه ده چې وکيلان به د پوهنې، روغتيا، مخابراتو، لوړو زده کړو، کرنې او نورو برخو کې د پکتياوالو د ستونزو اورېدو او رسولو لپاره دغه ولايت ته راشي.

دا وايي: ((خلک اساسي مسوليت لري، دوی بايد يو انسان ښه وتلي او بيا يې د رايې مستحق وګڼي، چې هر وخت د دوی تر څنګ وي او د حقونو تر لاسه کولو لپاره يې منډې ووهي؛ نه داسې څوک چې بيا په شخصي کاربارونو مصروف وي او دوی ته وخت ونه لري.))

ددغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له خپلو استازو يې غوښتنه وکړه چې وخت پر وخت د دوى ستونزې په ولايت او مرکز کې له اړوندو ادارو سره شريکې کړي.

بلخوا په ملي شورا کې د پکتيا استازي وايي چې د دغه ولايت له ډېری مسايلو په پلازمېنه کې خبريږي او يا دا چې په خبره يې ځينې کسان يې امنيت ته دسيسې جوړوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version