ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې د لمریزې برېښنا د پروژې کار بېرته پیلیږي

2 Sep 2020 - 13:46
2 Sep 2020 - 13:46

فېروز کوه (پژواک، ۱۲ وږی ۹۹): د غور د مدني ټولنو بنسټونه او ولایتي شورا په دغه ولایت کې د لمریزې برېښنا د پروژې د کار له درېدو شکایت کوي او له حکومته غواړي څو د دغې پروژې کار له سره پیل شي.

د ۱۳۹۸ کال د لېدنۍ په میاشت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید د پروژې تړون د ۱۰،۸ ميلیونه ډالرو په ارزښت د شانکدینګ د شرکت او اوبو او انرژۍ وزارت تر منځ لاسلیک شو. په هغه وخت کې حکومتي چارواکو ویلي وو چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې دغه پروژه بشپړه او ۲۰ زره کورنۍ به د برېښنا له انرژۍ برخمنې شي.

خو اوس هم د دغه بند د جوړېدو کار درېدلی دی.

د دغې پروژې د کار نه بشپړوالي، د غور د مدني فعالانو او ولایتي شورا د غړو نیوکې راپورته کړې دي او هغوی له حکومته غواړي چې د دغې پروژې کار له سره پیل شي.

د غور ولایت یو اوسېدونکی عبدالقاسم صدیقي د دغې پروژې د نه تطبیق له امله د اندېښنې ترڅنګ وایي، چې حکومت د دغې پروژ په اړه بې پامي کړې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده مرغه زموږ سیمه ییز مسوولین هم اداري او هم کاري ضعف لري، تصمیم نه لري چې د غور خلکو ته یوه لاسته راوړنه ولري.»

نوموړی وایي چې د دغې پروژې د کار درېدو د غور خلک اندېښمن کړي او له حکومته ناهیلي دي؛ ځکه د دغه ولایت د خلکو د ستونزو د حل لپاه لاز پام نه کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ له سیمه ییزې او مرکزي ادارې څخه غواړو چې قراردادي شرکت اړ کړي څو د سولري بند کار ژر پیل شي او موږ په غور ولایت کې د پنځه مېګاواټه برېښنا د تولید شاهدان وو.»

په همدې حال کې د غور د ولایتي شورا غړی عبدالحمید ناطقي د سیمه ییزو او مرکزي مسوولینو پر نه پاملرنه نیوکه کوي وایي، چې ټاکل شوې وه دغه پروژه تېر کال ګټه اخیستنې ته وسپارل شي، خو په دې اړه د حکومت د کم کارۍ له امله تراوسه درېدلې ده.

هغه زیاته کړه: «د خلکو د اړتیاوو پر اساس ولسمشر دوه کاله مخکې لارښوونه وکړه چې په غور کې د پنځه مېګاواټه برېښنا پروژه علمي شي او ټاکل شوې وه تېر کال د هغه کار ختم شي که څه هم خلکو څو ځله عدالت غوښتنه وکړه، ولسمشر بیا د هغه پر جوړولو ټینګار وکړ؛ خو تراوسه يې هم کار درېدلی او له دې امله اندېښمن یو.»

یاده سرچینه له حکومته غواړي چې ژر دې د دغو پروژو کار له سره پیل شي.

خو د غور د والي ویاند محمد عارف عابر د دې ترڅنګ چې تاییدوي د دغه پروژې کار د قراردادي شرکت د کم کارۍ له امله درېدلی خو وایي چې د ولایت مقام هڅه کوي څو يې کار له سره پیل کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version