ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د ځنګلونو د بيا احيا لپاره يو شمېر پروژې پيليږي

3 Sep 2020 - 16:07
3 Sep 2020 - 16:07

خوست ښار (پژواک، ۱۳ وږی ۹۹): د خوست په پنځو ولسواليو کې د ځنګلونو د ساتنې او بيا احيا په موخه پروژې پیليږي.

د هغه تړون له مخې چې نن د «وږي ۱۳مه» د يادو پنځو ولسواليو اوسېدونکو او د کرنې مالدارۍ رياست ترمنځ  د ۳۷ بېلابېلو شوراګانو په ترڅ کې ترسره شو، له مخې به يې په خپلو سيمو کې د ځنګلونو ساتنه او د بيا احيا لپاره کار کوي.

تڼي، سپېره، دوه منده، موسی خېل او ځاځي میدان هغه ولسوالۍ دي،چې ددغې برنامې له مخې به يې په ځنګلونو کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې دوه میلیونه د چهارمغزو او جلغوزیو نيالګي کېنول شي.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رييس انجنیر حفیظ الله شاه نوري وايي دا نیالګي په قريه جاتو کې کرل شوي چې د ساتنې او روزنې وروسته به د سیمو په ځنګلونو کې کېنول شي.

دی وايي: ((ددې پروژې ځانګړتیا داده چې دا به ولس په ذریعه تطبیق کیږي او ولس به یې ساتنه کوي. د چهارمغزو نیالګي د درېیو او د جلغوزیو نیالګي د پنځو کلونو لپاره په قریه جاتو کې ساتل کیږي او وروسته به ځنګل ته انتقالیږي.))

بل پلو خوست والي محمد صديق پتمن چې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې يې ګډون کړی و، ځايي چارواکي په ناغېزۍ تورن کړل، چې ګني د ځنګل وهنې په مخنيوي کې پاتې راغلي.

هغه وويل، دده د معلوماتو له مخې د يو شمېر ولسواليو ولسوالان په دې برخه کې له غفلت څخه کار اخلي او له هغوی يې جدي غوښتنه ده، چې په خپلو سيمو کې د ځنګل وهنې پروړاندې کوټلي ګامونه واخلي.

ده زياته کړه: ((په تڼيو، سپېره او نورو ولسواليو کې ځنګلونه وهل کیږي، خو ولسوال صاحبان خوبونه کوي، له ولسوالانو مې جدي غوښتنه ده چې مخه یې ونیسي.))

د سيمې خلک بيا د يادې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګندوي او وايي له دې سره به هغه غرونه چې وهل شوي بېرته په ځنګلونو وپوښل شي او ترڅنګ به يې خلکو ته د عايد دوامداره سرچينې هم پيدا شي.

د حفيظ الله په نوم د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ددې برنامې یوه ګټه داده چې په قریه جاتوکې د ساتل شوي هر نیالګي پر سر لس لس افغانۍ راکوي، او دویمه ګټه یې داده چې زموږ ځنګلونه به شنه شي او په راتلونکي کې به یې له میوه جاتو ښه عواید ولرو.))

خو له دې هر څه سره سره بيا هم په دغه ولايت کې د ځنګلونو وهل روان دي او د خلکو اندېښنه دا ده چې که مسوول چارواکي په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره نه کړي، نو د غرونو پاتې کمه شنه برخه به هم له منځه لاړه شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version