جلال اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): د ننګرهار په شېرزادو او د لغمان په اليشنګ ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې شوې چې چارواکي ۱۱ وسله والو طالبانو او څلورو امنیتي سرتېرو ته په کې د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د وږي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولایت د شېرزادو ولسوالۍ اړوند د سرکوټ او ضابط کلا په سيمو کې د امنيتي ځواکونو په هوايي او توپچي بريدونو کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو طالبانو کې د قوماندان عابد او په ټپیانو کې د سرې قطعې سنګري قوماندان کسان شامل دي.
هغه وويل په دې نښته کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت په اليشنګ ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې څلور سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د اليشنګ ولسوالۍد کوټالۍ پر امنيتي پوسته باندې ډله ييز بريد کړی دی.
هغه وويل، بريد د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوی او دوه اړخيزه نښته شوې ده.
د والي وياند زياته کړه چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوی، درې ټپيان دي او دغه راز ګڼو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو هغه يې د شمېر په اړه معلومات نه درلودل.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن