ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو د پنجشېر پر ابشار ولسوالۍ برید کړی

8 Sep 2020 - 15:05
8 Sep 2020 - 15:05

پاراخ (پژواک، ۱۸ وږی ۹۹): پنجشېر کې سیمه ییز مسوولین وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت پر افشار ولسوالۍ برید کړی او د سیمې ځیني خلک یې یرغمل کړي دي.

د ابشار ولسوال محمد سهراب سهراب د دغه خبر په پخلي سره پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه نن (سې شنبې، د وږي ۱۸مه) له غرمې وروسته رامنځته شوه.

د سرچینې په خبره، د طالبانو یوې شپېته کسیزې ډلې د نورستان د پراچغان ولسوالۍ له لوري د پنجشېر پر ابشار ولسوالۍ برید کړی او د دې ولسوالۍ د تري کلا سیمې لس کسان یې په یوه جومات کې یرغمل کړي او ځیني نور کلي یې هم په خپل کنټرول کې راوستلي دي.

د لاسته راغلو معلوماتو له مخې، ځیني طالبان په دې سیمه کې ځای پر ځای شوي او ځیني نور بیا دې ولسوالۍ ته په نږدې غرونو کې ځای پر ځای شوي دي.

ولسوال وویل چې د ملي پولیسو، اردو او ملي امنیت ځواکونه او پاڅونوال له څو استقامتونو دې ولسوالۍ ته لېږل شوي خو تر اوسه (یوه بجه) یادې سیمې ته نه دي رسېدلي.

له بلې خوا د پنجشېر ولایتي شورا رییس عزم الدین میرزايي هم دغه پېښه پژواک ته تایید کړه.

هغه وویل چې طالبانو نن له غرمې مخکې د دغه ولایت د ابشار ولسوالۍ د غلغلې ښار په سیمه کې برید کړی او د یادې سیمې ځيني کسان یې یرغمل کړي دي.

په عین حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کسانو د پنجشېر ولایت ابشار ولسوالۍ ته نږدې پر یوه پوسته برید کړی او ځیني پولیس سرتېري هم د دوی په اسارت کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version