جلال اباد (پژواک، ۱۹ وږی ۹۹): د ننګرهار کانال ادارې مسوولين وايي، پر ۶۰ جريبه ځمکه باندې يې د الوويرا بوټي کرلي چې نږدې دوو مياشتو کې به يې حاصلات راټول شي.
دوی وايي، لومړی ځل دی چې دا بوټي دلته کرل شوي او حاصلات يې هم د راټولېدو په حال کې دي.
د کانال ادارې مسوولين وايي، د دغو بوټو له کښت څخه يې موخه دا ده چې کروندګر د کوکنارو او نورو حرامو بوټو او فصلونو له کرلو مخه واړوي، د الوويرا کښت هم په اسانۍ سره کېږي او هم يې ګټه تر نورو ډېره ده.
د ننګرهار د کانال ادارې وياند سيد همايون غريب مل د وږي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل، دوی سږکال د دې ادارې پر سل جريبه ځمکه د الوويرا د بوټو کرل پيل کړي چې ۶۰ جريبه ځمکه کې يې بوټي شنه شوي او ډېر ژر به حاصل ورکړي.
نوموړی هيله مند دی چې له دغو حاصلاتو له هر جريب څخه به د کانال ادارې ته ۳۰۰زره افغانۍ عوايد لاسته راشي.
د غريب مل د معلوماتو له مخې، ننګرهار کې د الوويرا بوټي د کانال ادارې، نخست ګلوبل او الماس هرات شرکتونو په ګډه کرلي چې ۵۱ سلنه ونډه په کې د دغو دوو شرکتونو ده.
نوموړی وايي چې همدا اوس هم د دغو بوټو په کښت، ساتنه او پالنه کې شاوخوا ۵۰ کسانو ته کار پيدا شوی او که نورو سيمو ته يې کښت پراختيا پيدا کړي نو سلګونه او زرګونه بې روزګاره ځوانان به په روزګار شي.
سميع الله چې د الو ويرا په کرونده کې کاريګر دی وايي، بوټي په ډېرې اسانۍ حاصل ته رسېږي خو يوازې مسلکي پوهې ته اړتيا لري.
دی وايي، که کروندګر د نورو کښتونو پر ځای الوويرا وکري، نو هم به په اسانۍ حاصلات راټولوي او هم به يې ګټه تر نورو ډېره وي.
کارپوهان وايي، د الوويرا بوټی ۱۵۰۰ مواردو کې په کارېږي چې زياتره يې د ښځو د ښکلا په سامان الاتو، نوشابه جاتو او درملو کې ترې هم ګټه اخيستل کېږي.
د افغانستان په کچه دا بوټی لومړی په هرات کې وکرل شو، هلته يې د ښه حاصل او ګټې له امله د شنو زرو په نوم هم شهرت پيدا کړ چې په دې وروستيو کې ننګرهار ته هم را انتقال شوی او ازمايښتي کښت يې پيل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن