ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل لپاره د داعش ډلې د استخباراتو مرستيال نيول شوى

13 Sep 2020 - 18:13
13 Sep 2020 - 18:13

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ٩٩): ملي امنيت وايي چې د کابل لپاره د داعش وسله والې ډلې د استخباراتو مرستيال په ننګرهار ولايت کې نيول شوى دى.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د ملي امنيت د صفر ۲ قطعې له لوري د وږي په ٢٣مه رسنيو ته استول شوې ده.

په اعلاميه کې راغلي چې د ملي امنيت صفر دوه قطعې د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په ډنډ سیمه کې د داعش ډلې د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کړي دي.

سرچينه وايي چې په دغو عملیاتو کې قاري امین الله مشهور په امین حسین د کابل ولایت لپاره د داعش ډلې استخباراتو مرستيال او پلان جوړوونکى نيول شوى دى.

خبرپاڼه زياتوي چې په یادو عملیاتو د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو یو میل تومانچه، درې شاجورونه، دوه قبضې لاسي بمونه او یوه چه په لاس ورغلي دي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د داعش ډلې دغه غړي په کابل ولایت کې د اهل هنود درمسال په بريد کې لاس درلود.

په دې اعلامیه کې ذکر شوي چې په ترسره شوو عملیاتو کې ولسي خلکو ته هېڅ زیان نه دی رسېدلی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version