ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​له څو میاشتو ځنډ وروسته نن د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل شو

14 Sep 2020 - 16:03
14 Sep 2020 - 16:03

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۹۹): روغتیا وزارت په داسې حال کې د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د ګوزڼ فرعي واکسین له پیلېدو خبر ورکوي چې د تېر کاله په پرتله د دې ناروغۍ مثبتې پېښې ۵۹ سلنه ډېرې شوې دي.

د روغتیا وزارت د پولیو واکسین پروګرام د اړیکو مشر میرجان راسخ  پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپاین نن پیل او د وږې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې به په ختیځو، سوېلي، مرکزي او شمالي ختیځو ۲۰ ولایتونو کې دوام لري، په ترڅ کي به یې ۶،۱ میلیون تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان واکسین کړل شي.

د هغه په وینا، د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته په هېواد کې دغه لومړی ځل دی چې د ګوزڼ واکسین کمپاین ترسره کېږي.

راسخ وايي، په روان کال کې تر اوسه ۴۶ د پولیو پېښې رامنځته شوې چې ۳۲ يې په سوېلي حوزه کې رامنځته شوې چې ډېرې یې له هغو سیمو دي چې لاسرسی ورته ستونزمن دی او پاتې پېښې یې د هېواد له داسي سیمو راپور ورکړی شوی چې پخوا دا ناروغۍ په کې نه وه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ګوزڼ ناروغۍ مثبتې پېښې په ټول هېواد کې تر ۲۹ پېښو پورې رسېدلې چې روان کال د تېر کال په پرتله د دې ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او ډېروالی یې ګواښوونکی دی.

راسخ د پېښو زیاتوالي په اړه وویل: "د کمپاین په ترسره کېدو کې څو میاشتې ځنډ او د هېواد په ځینو سیمو کې د وسله والو مخالفینو له لوري د کمپاین مخالفت د دې لامل شوی چې تر شاوخوا دوه میلیونو تنو پورې له واکسین څخه پاتې شوې دي."

د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼې نن د روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني لیکلي: "موږ اجازه نه شو ورکولی چې ګوزڼ د ماشومانو ژوند ور تباه کړي. د افغانستان حکومت د کرونا ناروغۍ خپرېدو د خطر په نظر کي نیولو سره د ټولو احتیاطي تدابیرو  په نظر کي نیولو سره د واکسین کمپاین د ترسره کېدو اجازه ورکړه څو ماشومان له ګوزڼ څخه وژغورل شي. "

هغه له ټولو کورنیو هیله وکړه چې د واکسین کارکوونکو هرکلی وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي؛ ځکه د افغانستان راتلونکی په دې پورې تړلی چې ماشومان د ناروغیو پر وړاندې واکسین شي او له ناروغیو خوندي پاتې شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په وینا، هر ماشوم په هره دوره کي واکسینول په هېواد کي د پولیو ناروغۍ د اوسنۍ خپرېدو د درولو لار ده. د پولیو پروګرام د کرونا ناروغۍ د خپرېدو د خطر په نظر کي نیولو سره ټولو کارکوونکو ته محافظتي توکي ورکړي څو د کرونا د خپرېدو له خطره مخنیوی وشي او هم د پولیو واکسین کمپاینونه تطبیق کړل شي.

دغه راز خبرپاڼې د نړیوال روغتیايي سازمان استازي ډاکتر ریچرد پيپرکارن له قوله لیکلي، څرنګه چې د پولیو کارکوونکو د کوید- ۱۹ د بېړني حالت له پیله د دې وبا پر وړاندی مبارزه کې مرسته کړې ده؛ ځکه خو هغوی د انتان د مخنیوي او کنټرول په برخه کې په هر اړخیز ډول زده کړې ترلاسه کړې دي.

دی وايي: "په همدې دلیل د پولیو پروګرام اماده دی چې ډېر ژر او په خوندي ډول د پولیو واکسین کمپاین بیا پیل کړي. له کومه ځایه چې د کوویډ- ۱۹ پای لا معلوم نه دی، مهمه دا ده چې د واکسین فعالیتونه او نور اساسي روغتیایي چوپړ بېرته پیل او پیاوړی شي؛ څو یو ناورین د بل ناورین د رامنځته کولو پیلامه نه شي."

هغه زیاته کړه، که څه هم ټولو ماشومانو ته د رسېدنې لپاره ټولې اړینې هڅې ترسره شوې، خو بیا هم د پولیو د له منځه وړو پروګرام ته اندېښمن دی چې شاوخوا دوه میلیونه ماشومان د دغه کمپاین په ترڅ کي په هغو سیمو کې چې د لاسرسي وړ نه دي او صحي مراکز لرې پراته دي، ښايي له کور په کور واکسین څخه پاتې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version