ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: حکومت او طالبان بايد هرڅه ژر اوربند وکړي

15 Sep 2020 - 16:30
15 Sep 2020 - 16:30

کندوز ښار- ښرنه (پژواک، ٢٥ وږى ٩٩): د کندوز او پکتيکا اوسېدونکي وايي چې خلک نور له جګړې ستړي شوي، حکومت او طالبان بايد هرڅه ژر اوربند وکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د کندوز د ښځو چارو په رياست کې ددغه ولايت د يو شمېر ښځو له لوري غونډه جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د پرموټ دفتر مشرې سليمه حيدري وويل چې د دغه ولايت ګڼ شمېر اوسېدونکي د جګړې پر پاى او د اوربند پر کېدلو ټينګار کوي.

دې وويل: ((د دغه ولايت د زرو اوسېدونکو امضاګانې مو را ټولې کړې دي، ټولو له جګړې نفرت ښودلى او له ښکېلو خواوو يې د اوربند غوښتنه کړې ده.))

دغه راز يوې بلې ښځې وحيدې جلالزاده وويل چې د سولې په پروسه کې بايد د تېرو کلونو لاسته راوړنې تر پښو لاندې نه شي.

هغې زياته کړه: ((سوله مهمه ده خو بايد د تېرو کلونو لاسته راوړنې هم په پام کې ونيول شي او ښځو ته يې بايد حقوق ورکړل شي.))

همدارنګه د کندوز د ښځو چارو رييسه نصيبه هولکر وايي چې د حکومت او طالبانو د سولې استازي بايد لومړى د اوربند پر کولو هوکړه وکړي.

دې وويل: ((موږ نن دلته ټول شوي يو ترڅو له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه وکړو او دوى بايد زموږ دغه غوښتنه ومني.))

دغه راز په پکتيکا هم د اړوندې موضوع په اړه غونډه شوې ده.

په ياده غونډه کې د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ اوسېدونکي سيد محمد وويل چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دې د سولې په برخه کې تر لاسه شوى فرصت له لاسه نه ورکوي.

نوموړي وويل: ((دا ځل خلک د سولې پروسې ته ډېر هيله مند دي، دواړه لوري دې د حسن نيت لپاره لومړى اوربند وکړي.))

همدارنګه د مرکز ښرنې اوسېدونکي امان وويل چې له روان ناورين څخه د افغانستان د خلاصون يواځنۍ لار سوله ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version