ترينکوټ (پژواک، ٢٧ وږى ٩٩) : ځايي چاروکي وايي چې د اروزګان ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
د ګيزاب ولسوال عبدالبصير خادم د وږي په ٢٧مه، پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د مرکز امنيتي کمربند مات کړ او د خلکو د کورونو ساحې ته ننوتل.
هغه زياته کړه چې وسله والو طالبانو په يوه کور کې ښځه او خاوند له دوو زامنو سره وژلي دي.
نوموړي وويل چې په يوه بل کور کې يې يو بزګر او يو تن امنيتي سرتېرى وژلي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن