کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي، په افغانستان کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ویروس ٢٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي.
د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ٢٢ پېښې له هغو ٩٥ شکمنو پېښو مثبتې ثابتې شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې ازمایل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تازه ثبت شوو پېښو کې ١٧ په بلخ، درې په ننګرهار او دوه په کونړ ولايتونو کې ثبت دي.
د عامې روغتیا د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټولیزه توګه په افغانستان کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو د ثبت شوو پېښو شمېر ۳۸۹۱۹ ته رسېدلی او له دې ډلې ١٤٣٧ کسان مړه شوي او ۳۲۵۷۶ نور روغ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتيا وزارت د څه موده مخکې یوې سروې له مخې، په افغانستان کې شاوخوا لس ميليونه کسان پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.
یاد وزارت وایي، که چېرې هېوادوال د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د دغه وزارت لارښوونې عملي نه کړي، نو امکان شته چې په هېواد کې د کرونا ويروس دويم موج رامنځته شي.
د راپورونو له مخې، په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر تر دېرش میلیونه اوښتی او تر اوسه له دې ډلې ۹۴۰ زره کسان مړه شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن