کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٩): ولسمشر اشرف غني د پکتيا ولايتي شورا د مرستيال وژل غندلي او د دې ډول پېښو د مخنيوي په موخه يې يو ځل بيا پر طالبانو د اوربند غږ کړى دى.
د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال نن سهار پنځه بجې د دغه ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د نامعلومو وسله والو له خوا په داسې حال کې وژل شوی چې پوهنتون ته روان و.
له ارګه د وږي په ٢٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د دغه ترهګريز برید د سخت غندلو پر مهال اړوندو ارګانونو ته د پېښې د هر اړخیزې ارزونې او د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لارښوونه کړې ده.
ولسمشر په ټینګار سره ویلي، د ترهګرو او جنایتکارو پر وړاندې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري.
هغه د هېوادوالو د خوندیتوب، د تاوتریخوالي او ترهګريزو بریدونو د مخنیوي او مطلوبې پایلې ته د سولې مذاکراتو د رسېدو په موخه چې د تلپاتې او باعزته سولې تامین دی، یو وار بیا پر طالبانو ډلې غږ وکړ چې بشري، سراسري او دایمي اوربند چې زموږ د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو غوښتنه ده، ومني.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن